ای زړه!
نوشته شده توسط حفيظ الله تراب   
سه شنبه/ 18 حوت/ 1388
 
له ځانه سره وايم، رښتيا چې ته ډېر کلک يې. هسې دې خلک نازک بولي. ته ووايه داسې مقاومت به بل څه وکړي؟!

د ټولو په خولو کې همدا يوه خبره ده، چې ته ډېر نازک يې. څوک دې په نازکۍ کې له يوه شي سره او ځينې دې هم له بل څه سره  تشبيه کوي، خو چې زه درته ګورم، نو ما ته له پولادو نه هم کلک ښکارې، په کار خو دا ده، چې نور دې خلک او په ځانګړې توګه شاعران هم د نازکيو په القابو ياد نه کړي، بلکې له کلک نه د کلک څيز نوی نوم درته ومومي.
زه چې دغه خبره کوم، نو ځان رښتينی بولم. که چېرې زما په خبره کې درته څه شک ښکاري، نو ته راته ووايه چې ايا زه دروغ وايم، که رښتيا؟!
ته پخپله ووايه، ايا په نړۍ کې به له تا هم بل څه لالهانده وي، چې ستا غوندې دې له پيدايښته په ټوپونو وي. ته دومره سرګردانه يې، چې خاوند دې هم نه شي کولای، چې له تا سره ستا د سوکالۍ لپاره مرسته وکړي او د يو څو شېبو لپاره  ارام درکړي، تر دې که هغه ويده هم وي، خو ته لکه د وخت بېواکه يې.
دا هم خير. ښايي ستا جوړښت همداسې وي، خو ستا د مقاومت او کلکوالي خبرې نورې دي، چې يو څو يې زه در يادوم او هغه دا چې له کومې ورځې چې ته په ښه او بده پوه شوی يې، نو پر تا هغه مېچنې ګرځي، چې که له الماسو نه پر کلک څيز هم ګرځېدلې وی، نو د رانجو په څېر به يې اوړه اوړه کړی وی.
 د مور وپلار، استاذانو، کلي اولس، د شوخو هلکانو د ګواښونو او رټنو لړۍ، د تيارو،  بلاګانو او شيشکو، پېريانو د وېرې هيبتونه دا ټول خو دې  په کوچنيوالي کې وزغمل.
رښتيا چې ته ډېر کلک يې. د مور و پلار، مېرمنې، اولادونو، نږدې خپلوانو او دوستانو د مړينو غمونو ته دې ځان ټينګ کړ. د بېوسۍ او جنګونو لمبې دې په ځان تېرې کړې، خو لا هم ټوپونه وهې.
رښتيا چې ته ډېر کلک يې!
نه يوازې دا چې دا سختې پر تا تېرې شوې،  تا نور هم داسې تاړاکونه وليدل، چې که د خدای مرسته درسره نه وی، نو له تاوه به يې ويلې شوی وی.
هو! تا په مينه کې هم ډېرې ناخوالې وليدې. پر تا د جفاګانو ډېرې تالندې راپرېوتې، خو ته لا اوس هم پايې.
رښتيا چې ته ډېر کلک يې!
ستا کيسه دلته هم پای ته ونه رسېده. پر تا نور داسې دردونه تېرېږي، چې پورتني ور سره د پرتله کېدو وړ نه دي.
ته هره ورځ د خپل کلي، ښار او هېواد په کوڅو کې بې شمېره يتيمان، کونډې او بېوزلي ګورې، چې  يوازې د خېټې په مړولو پسې د ډېرو رټنې او دګنې تېروي. ته هغه خلک هم ګورې چې د دوی حقونه يې تروړلي او په رڼا ورځ په کلکو سترګو داسې مزې او چړچې پرې کوي، چې بېلګه يې نشته. تا ته هغه خلک هم معلوم دي، چې په لږ وخت کې د دومره شتو خاوندان شول، چې عقل نه منل. زه پوهېږم، چې دغه نادودې تا څومره ځوروي، خو ته لا ورته کلک يې.
خبره کاشکې دلته پای ته رسېدلې وی. ته هغه خلک هم پېژنې، چې هغه د چا خبره د دوو خرو اوربشې نه شي بېلولی او ځانونه ورته فيلسوفان ښکاري. هغوی ګرم  نه دي، ځکه پر همداسې ځايونو ټومبل شوي دي. تا ته هغه ښاغلي هم کله نا کله په مخه درځي، چې له هېواد او ولس سره يې څومره خيانت کړی، څومره وينې يې تويې کړي، څومره عزتونه يې لوټلي دي، خو د دې پر ځای چې دغو نازولو سزا ليدلې وای، لا نور هم نازول کېږي. تا ته هغه بې ګناه بېوزلي هم معلوم دي، چې خيانت بل چا کړی، خو سزا يې دوی زغمي. لنډه دا چې زه به کومه کومه نادوده دريادوم؟! دا خو د ګوتو په شمار يو څه وو. خو حيران دې ته يم چې دا هره ناخواله تا د جنون تر بريده ځوروي. پر تا د غمونو زلزلې راولي. تا د اسمان سر ته خېژوي او بيا دې ځمکې ته راغورځوي. په تا کې خونړي توپانونه څپاندوي، په تا کې داسې لمبې جوړوي، چې که لږ تاو يې هم ځمکې ته راشي، نو نړۍ به لولپه کړي. خو له دې ټولو سره   سره لا ته پايې. چې ستا ټينګار ته ګورم، نو له ځانه سره وايم، رښتيا چې ته ډېر کلک يې. هسې دې خلک نازک بولي. ته ووايه داسې مقاومت به بل څه وکړي؟!
ياره منم دې. افرين دې وي پر تا، چې لا نه چوې او لا  په ټوپونو يې . ښايي د يوې ښې راتلونکې په هيله، چې نياو په کې وي، لا ژوندی يې، خو کېدی شي چې شپه او ورځ له ځانه سره وايې، چې:
( افرين ما ته چې لا پايمه په دې سختو کې
يوسف به و په کې، خو هغه زندان داسې نه و).



 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است