ننګرهار ولايت کې دسپکو صنايعو وده
نوشته شده توسط د ننگرهار د رسنيو کور   
 یکشنب/ 9 حوت/ 1388
 
دجلال اباد ښار شبکه کاران وايي له نورو ولايتونو نه ځوانان ددغه مسلک زده کړې ته جلال اباد ته راځي.

دننګرهار ولايت کې دسپکو صنايعو وده مخ په پراخېدو ده، په دې ترڅ کې په لرګيو کې شبکه کارۍ يا نقش کارۍ چې په پېښورۍ اصطلاح ورته ټوکايي وايي وده کړې او لسګونه تنه په دغه مسلک کې مصروف دي.
 شبکه کاري هغه ظريف صنعت دى چې په ډېر مهارت سره په بېلا بېلو لرګينو وسايلو لکه دروازو، کړکيو، الماريو او دژوندانه په نورو اړتياوړ توکيو کې  دګلانو او نورو تصويرونه نقش کېږي چې عام خلک يې ډېر خوښوي.

دننګرهار ولايت دشبکه کارۍ کارکوونکي وايي: اوس اوس ددغه ولايت اوسېدونکي دشبکه کارۍ يا نقش کارۍ صنعت ته ډېر پام شوى او دوى په دغه کار کې ډېر مصروف دي. دجلال اباد ښار شبکه کاران له خپل مسلک نه راضي دي.
دجلال اباد ښار شبکه کاران وايي له نورو ولايتونو نه ځوانان ددغه مسلک زده کړې ته جلال اباد ته راځي.
 د رفيع په نوم يو  شبکه کار وايي:  پخوا په ننګرهار ولايت کې له شبکه کارۍ سره دخلکو مينه نه وه. خو اوس دخلکو مينه ورسره ډېره شوې ده.
دشبکه کارانو ستونزې هم نجارانو ته ورته دي او وايي چې دبرېښنا نه شتون او دښاروالۍ نه پاملرنه په کې عمده دي.
دجلال اباد دښاروالۍ مرستيال انجينر حکيم الدين وويل: دښار د لښتيو جوړول يوه اوږده پروژه ده  او دشبکه کارانو دسيمې په نوبت کې به ددوى داستونزه حلوي.
 دننګرهار دبرېښنا دستونزې په اړه څو ورځې وړاندې داوبو او برېښنا وزير وويل: له ښه مرغه چې اوس کار پيل شوى دپينځه نوي کيلو مټرو په اوږ والي به لوړ اوتاژ لين دنغلو له فابريکې نه جلال اباد ښار ته انتقالېږي او لغمان ته هم ځي. ١٦ ميگا واټه برېښنا به جلال اباد ښار روښانه او صنعتي فابريکو ته به برېښنا ورکړي . په جلال اباد  ښار کې دبرېښنا دډېرې اړتيا په وجه به داوبو او برېښنا وزارت په اينده کې داظرفيت دوه چنده نور هم لوړ کړي.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است