خواږه دردونه ((يوه ادبی توته))
نوشته شده توسط ګل الرحمن الرحماني - ننگرهار   
 
 زه اوس له دغه دردونوسره دومره روږدى شوى يم لکه دسمندرنوڅپې چې له خپل شورسره روږدې وي زه بې له دغه درده دژوند يوه شېبه تيرول هم ګناه ګڼم.
 
 چهار شنبه/5 حوت/ 1388
ماپه خوب کې ديوه ځيرک شاهين غوندې ډېرپروازونه کړي. دډېرولوړوغرونو  زرينې څوکې مې دخپلووزرونوپه سيوري وياړلې دي. زه په خوب کې له همداسې لوړو څوکواوشانداره برجونو را لوېدلى هم يم؛ خو ددې هر پرواز او لوېدو نه مې، هرځل يوداسې خوند په زړه کې حس کړى چې له يوې ښکلې وېرې ډک وي، مګر درد اوانتظاريې، ددې نړۍ دتر ټولوخوږوڅيزنو نه هم خوږوالى لري ددغه اولوتو او پرېوتو حس دومره خوږدى لکه کله چې دواړه يوله بل سره په خوښۍ مخامخ شو اودواړه ځانونه يودبل دمينې او وفاپه ښکلوصفتونوسر وو همدغه د ښکلو اوخوږو دردونوسرچېنې دي.

زه اوس له دغه دردونوسره دومره روږدى شوى يم لکه دسمندرنوڅپې چې له خپل شورسره روږدې وي زه بې له دغه درده دژوند يوه شېبه تيرول هم ګناه ګڼم.

خوته بياهم دخپلومهربانيوپه لړکې دومره وکړه چې زما زړه ستاله يادونوسره يو ځاي  دهمدغه درد دايمي هستوګنځى شي اوزه پدې وتوانېږم چې خپلودوستانوته ددغې درد يوه برخه دګلونودډالۍ په څېروړاندې کړم.

زماهيله داده که کومه ورځ دمرګ فريښته زما دجونګړې خواته راغله؛ نوپه  خوښۍ اومينه له غاړې ورکولو وروسته به ټينګارپرې وکړم چې زماپه زړه کې ورسره په مينه ولوبېږم اودقيامت په ورځ دخپل خالق په وړاندې ستاله مهربانيومننه وکړم اوورته ووايم چې ددې بدله، بې له تانه کوم بل ذات نه شي ورکولۍ.

24/2/2010
 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است