«ته مقننه قوې نيولى يې!!»
نوشته شده توسط محب الله الله يار   
 
88/12/2
تصویر سمبولیک است
دکونسلګرۍ ترمخ دسړک دواړو غاړوته دولاړو خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه، وه مې غوښتل چې دولاړو خلکو يو انځور واخلم، ددوى دستونزو په اړه ورسره خبرې وکړم،  همدارنګه دکونسلګرۍ ترمخ دامنيتي پولېسو سره پر دوى دخلکو نيوکې وڅېړم؛ ځکه چې دلته ولاړو خلکو په پوليسو تور لګولو چې دويزې اخستلو  پروخت له بلاستونزو سره مخ کېږي او داستونزې ورته ځايي امنيتي مسوولين جوړوي. له جېبه مې ديجتل کمره راووېستله، دکتار شويو خلکو انځورمې واخيست، له وړاندې ديوه تن پوليس راته پام شو او په رتګ يې  راباندې غږ کړ: هلکه! څنګه راغلى يې او دسړک په سر دخلکو تصويرونه اخلې؟  په کرار مې ورته ويل: زما دنده ده، چې دخلکو پروړاندې پرتې ستونزې  رابرسېره کړم، لامې داخبرې نه وې خلاصې کړې، چې ترڅنګ مې دځايي پوليسو مشر، سره دڅلورو  پوليسو ودرېد،   په ځاى ددې چې رانه پوښتنه وکړي، له لاسه ونيولم.

- هلکه عکس ولې اخلې، چا درته اجازه درکړې ده؟ غوښتل مې چې دپوليسو مشر  ته خپل ځان وروپژنم او له خپلې دندې څخه يې خبر کړم؛  خو دې ته چا پرې نښودم. سمدواره يې زما له لاسه کمره او ټيپ  واخيستل او له ځانه سره يې روان کړم. خپل ټيلفون يې غوږ ته ونيوه، دلږ ځنډ وروسته يې په ټيلفون کې  خبرې پيل کړې:

-امر صيب موږ يو نفر نيولى په خپل سر يې دقونسلګرئ ترمخ دولاړو خلکو عکاسي کوله، انځورونه يې اخيستل، څنګه چل ورسره وکړو؟
.....................
-سمه ده موږ به يې ستاسې تر امر پورې له ځان سره  وساتوو.
دپوليسو مشر ته مې وويل:
-دومره څه به دې په موبايل کې ويلي ول چې شواهديې  درسره وي، تا دعکاسۍ خبره زياته وکړه، تراوسه مې ديوه انځور څخه پرته، نور څه نه دي اخيستي.
 په تونده لهجه يې راته وويل:
- څه کاره يې؟
- ژورنالېست.
- له کومې رسنۍ سره کار کوې؟
- دنننى افغانستان انټرنېټ پاڼې سيمه اييز خبريال يال يم.
-کارت لرې؟
-هو!
-راکړه!
-هه، واخله!
-هممممممم. صحيح شو.

-له چادې اجازه اخيستې وه چې عکس دې واخيست؟

-ژورنالېست ديوه عکس لپاره هغه هم چې  دسړک دغاړې وي، له چا اجازه نه اخلي او بله داچې داعامه ستونزه ده، په دې کې دهېواد ملي ګټو ته کوم زيان نه اوخته او نه ماداکار ددولت پرضد کوه چې ددوى دسياسي چارو لپاره دې په کې خطر موجود وي. داحق يوازې ژورنالېست ته  نه، بلکې دهېواد هروګړي ته  اساسي قانون په ٣٤ ماده کې ورکړى او ليکلي يې دي:

 (هر افغان حق لري چې خپل فکر دوينا، ليکنې، انځور او يا نورو وسيلو له لارې، په دې اساسي قانون کې دراغلو حکمونو په رعايت، څرګند کړي).
(هر افغان داحق لري دقانون له حکمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشرکړي).
؛نو تاسې په کوم دليل ما له دې ځايه راپور ليکلو ته نه پرېږدئ چې خپل مواد برابرکړم؟
اياته په دې پوهېږې چې يو ژورنالېست څومره ازادي لري؟ او حکومت په کوم حالت کې کولى شي چې ديو ژورنالېست مخه ونيسي؟ ته دمطبوعاتو له قانون څخه خبريې چې زه دې دلته کېنولى يم؟

ما خو کونسلګرۍ ته داخلېدلو هڅه نه ده کړې، هو! که چېرته يو ژورنالېست کومې رسمي ادارې ته ورځي؛ نو لومړى بايد له مسوولينو  څخه دداخلېدو اجازه واخلي او بيا د ننوتو اجازه واخلي.

تاسې  د شک  په بنيادکولى شئ، له ماڅخه دکارت او رسنۍ پوښتنه وکړئ، زما ادارې سره اړيکه ونيسئ. اول به دې خپل ځان پوى، بيابه دې ټيلفون کړى وه.

 نور يې څه ونه ويل؛ خو همدومره يې وويل چې موږ ستاسې دلاسه په عذاب يوو. ترڅنګ يې راته دناستې وويل، تر څو چې دقومندانۍ څخه امر راځي ته به له موږ سره يې.

خواته مې يوبل تن چې ساده جامې يې په تن وې اوماته دولتي کارمند ښـکاره شو وويل: تاسې ژورنالېستان هم خپل ژوند پورې په تنګ شوي ياستئ، کرار کېنۍ! چېرته بل څه کاروبار وکړئ،  په ژورنالېستۍ کې څه ګټه ده چې تاسې کلک کړى، پرون په کابل کې هم يوتن ستاسې دخپلې سرزورۍ له لاسه ورک او بل زخمي شو، نور څه کارونه نشته چې وه يې کړئ؟

-شته؛ خو زه په دې وياړم، فکر کوم ستا له دندې زما دنده سپيڅلې ده.

په دې وخت کې دپوليسو مشر چې له ماڅخه يې وسايل اخستي ول راغى او راته يې وويل، چې ستاسې ددفتر دمشر دټيلفون شمېره راکړه؟
ورته مې وويل چې زموږ ددفتر دملګرو شمېرې زما په ټېلفون کې ثبت دي، ته مهرباني وکړه زما ټېلفون راکړه چې شمېرې درکړم!

له خپل ټيلفون څخه مې ورته دخپل مشر  شمېره ورکړه، له همدې وخت څخه مې ګټه واخسته او خپل دفتر ته مې زنګ وواهه خبر مې کړ، چې زما دکونسلګرۍ ترمخ له پوليسو سره يو څه ستونزه پيداشوې، هغوى  راته په ځواب کې وويل، چې ته لږ صبر وکړه موږ  به همدا اوس دستونزې دحل څه چاره وکړو.

له دې وروسته دپوليسو مشر له جيب څخه قلم او کاغذ راواېست او له ماڅخه يې زما دنوم، وظيفې او دفتر په اړه معلومات واخستل، نور دقومندانۍ په لور روان شو. او زما دڅارنې په لپاره يې يو پوليس ته وويل:
 چې په ده پام کوه!

 ترڅنګ مې دوه تنه نور پوليسان  راغلل، دوى ظاهراً درتبو خاوندان ښکارېدل، رښتيا چې پوښتنه مې ترې وکړه؛ نو يوه يې راته خپل ځان داسې راوپېژنده:
-زه دقومندانۍ دجنايي کارمند يم او دلته دڅارنې مسووليت په غاړه لرم. له دې وروسته يې راته وويل، ته ولې خپل ژوند په خطر کې اچوې، داهېڅ ګټه نه لري، سبا به چا ژولى يې، بې دهغې هم په تاسې څوک سرفه نه کوي،  بس همدا پوليسو پسې مو راخيستې ده، نور خلک هم وڅارئ او خپل راپورټونه پرې وليکئ، ايله لګياهستئ دخلکو پټ رازونه افشاکوئ.

ما هېڅ ونه ويل؛ځکه سړى هسې په اوتو بوتو سر و.

-تاسې ددې ملک لپاره هېڅ په ګټه نه ياستئ. خلکو ته مشکلات جوړوئ.

کرار يې زما پر اوږه خپل لاس کېښود او وېي ويل:

-ته خبرنه يې چې څومره لوى جرم دې کړى؟ ته په خپل سر راغلى يې او دکونسلګرۍ ترڅنګ دې په سرک دولاړو خلکو انځورونه اخستي، ته بايد دخپل جرم سزا ووينې.

په همدې شېبه کې د سرک په غاړه  زما يو ژورنالېست ملګرى،روان و چې په مايې سترګې ولګېدې، له موترسايکل څخه راښکته شو او زما ترڅنګ راغى. له روغبړ څخه وروسته مو يو څه خبرې سره پيل کړې. ما نه غوښتل چې دى دې زما په ستونزه پوې شي. موږ لا يو څو شېبې نه وو ولاړ چې پوليس راباندې غږ کړ، هلکه! کېنه څله ولاړ يې؟ که امر صيب راغى؛ نو موږ ته بيا خبرې کوي. ترڅنګ مې ولاړ ملګري وويل:

 -هلکه خېرت خو به وي؟ څه خبره ده؟
 
-نه هېڅ خبره نشته هسې پوليسو څه شک کړې، په دې خاطر يې دڅه وخت لپاره له ځان سره کېنولى يم.

پوليس هغه ته له دې ځايه دتلو خبره وکړه.

غوښتل مې چې خپل ملګري ته رخصت ورکړم؛ خو هغه ونه منله او ويل يې، چې داخو به ډېره بېغېرتي وي چې ته له پوليسو سره دبندي په نوم ناست و اوسې، ترڅو چې ستا خبره سپينه شوي نه وي، زه هم نه ځم. زه هڅه کوم تر څو ستا په اړه له ملګرو سره اړيکې ونيسم. ما ورته  وويل ستونزه ډېره غټه نه ده نور څوک مه خبروه.

پوليس ترخپل څنګه کېنولم او راته يې وويل:

-خفه نه شې ته خو بندي نه يې!

ماته دپوليس خبره ډېره سپکه ښکاره شوه او ورته ومې ويل:

-بندي تور وي که سپين؟ ټيپ، کمره، مبايل او کارت دې رانه اخستي او ورسره زه هم له ځايه لرې، نه شم تللى؛ نو ته څنګه وايې چې خفه نه شې! ته بندي نه يې؟

پوليس نور څه وه نه ويل او مخ يې بل خوا واړاوه.

څو شېبې وروسته يو پوليس راته غږ وکړ او دغرمنۍ ست يې راته وکړ، خداى شته وږې وم او له ځان سره مې دافکر هم وکړ، چې په دې خلکو باور نشته چندان په سور برابر نه دي، هسې نه چې شپه هم درباندې راشي، راځه خپله ګېډه مړه کړه چې هرڅه کېږي په مړه ګېډه ده دې وشي، دسترخوان خور شو، د ډوډۍ خوړلو په وخت راسره ناستو پوليسو او صاحب منصبانو هريوه خپل، خپل دنظر غونډاري ويشتل، اپلتې خو يې ډېرې وويشتې، خو دايوه يې ډېره په زړه پورې؛ ځکه وه چې ما تر اوسه دافکر هېڅ نه وکړې چې په حکومت کې دې هم داسی کس دصاحب منصبۍ دنده ولري او هغه دې درتبې خاوند واوسي، دافغانستان دصاحب منصبانو؛ خو مې ډېره ستاينه اورېدلې وه؛ خو کله مې چې دده خبرې واورېدې؛ نو داهر څه راته خوشې بابېزې ښکاره شوې. ښاغلى صاحب منصب چې خرېيلې ګيره، غټ غټ برېتونه يې په پلن غوښن مخ ببر پراته ول او زماتر څنګ په غرمنۍ خوړلو لګياوه، ورو مخ راواړاوه او راته يې په ګواښ وويل: دوسته ته خبر يې، چې همدا اوس چانيولى يې؟

په داسې حال کې چې په خوله کې مې مړۍ ژوله د (نه) سر وخوځوه.

داسې لږ رانيغ غوندې شو او په کرار يې راته وويل:

- ته مقننه قوى نيولى يې، که خبره دې اوږده شوه؛ نو شايد ستونزه درته غټه شي.

زما چې نور دپوليسو او صاحب منصبانو له اوتو بوتو زړه خولې ته راغلى و، شروع مې ورته وکړه: ته تر اوسه ددرې ګونو قوو په تفکيک باندې پوهېږې، چې ماته وايې مقننه قوى نيولى يې! ته تراوسه مقننه قوه پيژنې، چې مقننه قوه څه ته وايي او کومې دندې لري؟ ته په دې پوهېږې چې داسې پېښې د اجرايه قوې کاردې که دمقننه؟ داخو داجرايه قوې کار دى!

صاحب منصب چې زما په خبرو يې يو څه غوږونه مړاوي شوي ول، راته کړل:

-ستا خبره سمه ده خو مقننه قوه يې هم په جريان کې ده.

په کرار مې ورته وويل: کاکا بل ځاى کې داخبره ونه کړې چې ددولت نوم به په شرمونو وشرموې، غلى کينه هسې دې زموږ زړه له حکومته تور کړ، خداى خبر چا درته دادنده درکړېده؟، پام کوه بيا داسې خبرې ونه کړې چې په معنايې نه پوهېږې. ما خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې چې دپوليسو مشر راغى او زما وسايل يې ټول راوسپارل او دبښنې په غوښتو سره دتللو اجازه راکړه، تر دې دمه راته ملګرى ولاړ و له هغه نه  په مننې له درې ساعتو توقيف وروسته خپل دفتر ته لاړم.


 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است