دنامحدودې مودې ملګرى
نوشته شده توسط محب الله الله يار   
خو ته به ما دومره نه پېژنې چې زه څوک يم، په دې نړۍ کې څه غواړم؟ څومره هيلې او ارمانونه لرم او دکوم مقصد لپاره په کې ژوند تېروم.
 
همداوجه ده چې د دې نړۍ هر يو وکړى له نيمګرو هيلو او ارمانونو سره دمرګ غېږې ته خپل ځان سپاري او ستا دبيلتون له دردېدونکي زېري سره پرې سترګې پټېږي. هو زه هم يو انسان يم شايد ستاپه بيلتون تر نورو وګړيو ډېر ودردېږم.

ستا څومره خوږ نوم دى، ته څومره سپېڅلى يې، تاته الله جل جلاله په نړۍ کې څومره ښکلى او لوړ امتياز در کړى. نړۍ په تا ودانه ده، که چېرته ته په نړۍ کې ونه اوسې؛ نو هېڅ يو ژوندى شى به دځمکې پر مخ پاتې نه شي، طبيعت هم ستا له برکته رنګين او زړه راښکونکى دى، زه هم ستا په شتون اباد يم او د يو ژوندي انسان صفت دې راکړى. همداعلت دى چې ته ما ډېر ښه درک کړى يې او خپل ځان دې ګڼم دادى ستا په ملتيا دخپل منزل په لور روان يم، زه تر اوسه پورې ستاپه ډېرو رازونو باندې پوه او خبر شوى يم؛ ځکه خو له خپل ځان سره ستا موجوديت يو غنيمت ګڼم، او ترې خپلې لږې معنوي پاملرنې ته هلې ځلې کوم.

خو ته به ما دومره نه پېژنې چې زه څوک يم، په دې نړۍ کې څه غواړم؟ څومره هيلې او ارمانونه لرم او دکوم مقصد لپاره په کې ژوند تېروم. هو دومره به مې پېژنې چې زه هم يو انسان يم او ته مې په دې نړۍ کې دنامحدودې مودې ملګرى يې. زه په دې هم پوى شوى يم چې ته له څه وخته زما وجود سره پيوست يې؛ ځکه ستاپه راتلو ما په دې نړۍ کې ژوند اختيار کړى او د وجود غړي مې درباندې غوړېدلي، تسکين او ارام يې موندلى؛ خو دبيلتون په راز او وخت دې زه څه چې تر اوسه دنړۍ هېڅ يو زيروح پوى شوى نه دى. همداوجه ده چې د دې نړۍ هر يو وکړى له نيمګرو هيلو او ارمانونو سره دمرګ غېږې ته خپل ځان سپاري او ستا دبيلتون له دردېدونکي زېري سره پرې سترګې پټېږي. هو زه هم يو انسان يم شايد ستاپه بيلتون تر نورو وګړيو ډېر ودردېږم.



 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است