تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| دشيخ زايدپه پوهنتون کې احتجاجيه غونډه |
| نوشته شده توسط فاروق منگل |
|
سه شنبه/ 18حوت/ 1388 دغو راټولو شويو محصلينو ګواښ وکړ، چې که نيول شوي کسان د راتلونکې شنبې ورځې پورې راخوشي نه شي، نو پوهنتون به و تړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي. د خوست شيخ زايد پوهنتون محصلينو او استادانو د يوې احتجاجيه غونډې په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل، چې د دوى نيول شوى استاد او محصل دې راخوشي کړي.دغه احتجاجيه غونډه، چې د خوست شيخ زايد پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه، شاوخوا درې زره محصلينو او استادانو پکې ګډون کړى و. دوى له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د پوهنتون يو تن نيول شوى استاد نجيب الله عابد او يو تن محصل عبدالقهار ، څه موده وړاندې په خوست کې د ايتلافي ځواکونو له لوري، نيول شوي وو. دغه دوه تنه، له يوه لنډ ځنډ وروسته ايتلافي ځواکونو په خوست کې د ملي امنيت يا څارګرې ادارې ته وسپارل، خو څه دپاسه د يوې مياشتې راهيسې د تورو تمبو شا ته بې برخليکه پراته دي. د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يو تن استاد زرولي وويل، چې د دولت د دې کړنو په غبرګون کې دوى دغه احتجاجيه غونډه ونيوله . استاد نجيب الله عابد چې د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکى دى، له تېرو څلورو کلونو راهيسې په ياد شوي پوهنتون کې د استاد په صفت دنده تر سره کوله او محصل د خوست ولايت اوسيدونکى دى. استاد نجيب الله عابد په پلازمېنه کابل او محصل عبدالقهار په خوست کې له ملي امنيت يا څارګرې ادارې سره په زندان کې پراته دي. د يادې شوې احتجاجيه غونډې ګډونوالو ويل، چې استاد نجيب الله عابد او محصل عبدالقهار پرته له دې چې جرم پرې ثابت شي، دولت له ځانه سره په بند کې ساتلي دي. دغو راټولو شويو محصلينو ګواښ وکړ، چې که نيول شوي کسان د راتلونکې شنبې ورځې پورې راخوشي نه شي، نو پوهنتون به و تړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي. که څه هم دخوست سرپرست والي نه مې دغونډې په اړه د نظرغوښتنه وکړه خو د خپلو مصروفيتونو له امله حاضر نشو چې په اړه يې څه ووايي. د يادونې وړ ده، چې دا ډول پېښې په هېواد او ځانګړي توگه په خوست کې زياتې رامنځته کيږي، چې له امله يې زيات شمېر کسان د زندان د تورو تمبو شا ته بې برخليکه شپې او ورځې تيره وي . کارپوهان په دې نظر دي، چې که د دغو کسانو غم ونه خوړل شي، نو کيداى شي، چې د افغان دولت او ولس تر منځ واټن نور هم زيات شي. دوى وايي، دولت ته پکار دي، چې د نيول شويو کسانو دوسيې پر وخت وڅيړي او هغه کسان پر کومو چې جرمونه ثابت شوي ندي، خوشي کړي . Date: 09-03-2010 |
د خوست شيخ زايد پوهنتون محصلينو او استادانو د يوې احتجاجيه غونډې په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل، چې د دوى نيول شوى استاد او محصل دې راخوشي کړي.