تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| د ديورند کرښې دواړه خوا ژورنالېستانو ګډ کنفرانس |
| نوشته شده توسط د ننگرهار د رسنيو کور |
|
دوشنبه/ 17 حوت/ 1388 ډاکټرشاه جهان سيد: هلته په پاکستان کې رسنۍ منفي خواووته ډېر تمايل لري، دواړه خواوې بايد له دغو نه لاس واخلي. دننګرهار، خوست او پېښور د خبريالانو تر منځ په انلاين کنفرانس کې ټولو په ګډه د دواړو هېوادونو له رسنيو نه غوښتنه وکړه چې رسنۍ دې دپېښو له منفي انځورونې نه لاس واخلي او د پرمختګ او پخلاينې په کار کې دې هڅې وکړي.دافغانستان او پاکستان خبريالانو ترمنځ انلاين کنفرانس کې خبريالانو داړيکو دپراختيا مسله هم مهمه ګڼله، دننګرهار يوه ژورنالېست حفيظ الله تراب خپل پېښوري هم مسلکان په دې توګه مخاطب کړل: زما پوښتنه له تاسې ورونو نه داده لکه څرنګه چې په اوسني وخت کې په وزيرستان کې کله نا کله پېښې کېږي څرنګه کولى شو دغه پېښـې رسنيو ته ورسوو؟ بل داچې دوى لکه څرنګه چې په کار دى خپل مسووليت سرته روسولى کنه او کنه نو عوامل يې په څه کې دى؟ په خوست کې دازادۍ راډيو خبريال امير بهير وويل: زما پوښتنه داده چې په پاکستان کې دافغاني رسنيو په اړه خلک څه فکر کوي، ايا دا هلته په خلکو باندې اغېز کوي کنه؟ دپېښور پوهنتون دژورنالېزم څانګې مشر ډاکټر شاه جهان سيد وويل،دلته په پاکستان کې رسنۍ منفي خواووته ډېر تمايل لري. او دواړه خواوې بايد له دغو نه لاس واخلي. ډاکټر شاه جهان دغه راز دپېښور پو هنتون په هڅه په اينده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دخبريالانو ديوه ګډ کنفرانس دجوړولو خبره هم وکړه. دننګرهار خوست او پېښور ژورنالېستانو ترخپل منځ داړيکو دپالنې په مسله هم ټينګاردرلود. |
دننګرهار، خوست او پېښور د خبريالانو تر منځ په انلاين کنفرانس کې ټولو په ګډه د دواړو هېوادونو له رسنيو نه غوښتنه وکړه چې رسنۍ دې دپېښو له منفي انځورونې نه لاس واخلي او د پرمختګ او پخلاينې په کار کې دې هڅې وکړي.