تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| پلورونکي: دولت په خپلو کړنو ژمنه نه کوي |
| نوشته شده توسط محمد ياسر شريفي - ننګرهار |
|
شنبه/ 15 حوت/ 1388 « په ښار کې د هر دوکان له ناستو پلورونکو څخه دوکانداران د مياشتې دوسوه، درې سوه افغانيو کرايه اخلي اوله اړونده چارواکو سره يې نيمايي کوي» ![]() د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکى سيد رحمان شېر زاد وايي اړونده چارواکي به پدې څنګه وتوانيږي چې خپلې کړې ژمنې په عمل کې پلي کړي، په داسې حال کې چې دوي تل په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي. هغه وايي: «د حکومتي چارواکو هره کړنه په لمړى سر کې په ډېره بيړه (تيزۍ) سره پلې کيږي، خو د يو څو ورو ځو له تېريدو وروسته بيرته سړيږي» شيرزاد وايي: د تلاشۍ، مخابراتو، پښتونستان واټ او د ښار په نورو ګڼو نقطو کې په لسګونو خلک د پلو لارو پر سر دکريو په بدل کې دوکانونو مخې ته ډول ډول توکي پلوري چې په وينايې دوکاندانو عامو خلکو ته د تګ راتګ سترې ستونزې زيږولي دي. دى پر چارواکو غږ کوي چې د دغه پلورونکو مخه دې ژر تر ژره ونيسي ځکه په خبره يې يو خو ا به د ګڼې ګونې مخه ونيول شي او له بله پلوه به د ښار په پاکوالي کې پوره ونډه واخلي. د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اوسيدونکى عصمت الله هم يادې ستونزې ته ګوته نيسي او وايي چې: له بده مرغه تر دې دمه د ننګرهار ولايت د شاروالۍ مسولينو د ښار په پاک ساتلو کې جدي اقدامات نه دي تر سره کړي. هغه زياتوي چې اوس هم د ښار په بيلابيلو نقطو کې د ناپاکۍ له امله ګڼ شمېر خلک د يو لړ ستونزو سره لاس اوګريوان دي. نوموړى يې ښه بيلګه د سړکونو غاړو ته څيرمه د پلو لارو پر سر د خواکي توکو يا ګرځينده هوټلونو شتون په ګوته کوي او وايي چې: پ ه جلال اباد ښار په مختلفو سيمو کې په لسګونو پلورنکو او دو کاندارانو د پلو لارو پر سر خپلې تبۍ ګانې ايښي دي چې جيګر، چرګانو غوښې، ماهيان او نور ډول ډول خواکي توکي له پخولو وروسته پلوري چې له امله يې ګڼ شمېر خلک د روغتيايي ستونزې ور پيښې کړي دي. عصمت الله داهم وايي چې له دغو پلورونکو په ملاتړ کې پر دوکاندارانو سربيره د شاروالۍ مسولين هم لاس لري. نوموړى يې دليل په دې ډول بيانوي: اړونده چارواکو څه موده وړاندې د ښار له بيلابيلو سيمو څخه په سلګونو لاسي پلورونکي د ګڼي ګوڼې د مخنيوي په موخه وويستل خو برعکس دوي د ويستلو په اړه چارواکو لاهيڅ پاملرنه نه ده کړې. دننګرهار ولايت د شاروالۍ دپلټنې مدير شير محمد د امني چې، په دغه ولايت کې د پلو لارو پر سر يو شمېر خلک ډول ډول توکي پلوري خو نوموړى وايي: چې د دوي دمخنيو ي په موخه يې څه موده وړاندې يو کميسون د ولايت د اجرادئيه ريس تر مشرې لاندې جوړ کړى، چې په راز کې يې شاروالې، امنيت ملي، امنيې قومنداني او يو شمېر نور دولتي ارګانونه شتون لري. دى زياتوي چې څه موده دمخه مو د همدغه کميسون په ګډو هڅو د ډنډ غاړې او زرګرانو له کوڅې څخه په سلګونو لاسې پلورونکي ويستي دي او د ميا اسلم پلازې شاته مو په ځانګرې ځايونو کې ميشت کړي دي، چې سر پناه هم لري، هغه ټينګار کوي چې د ښار دننه د ګڼې ګوڼې او امنيتي ستونزو د مخنيوي په موخه به د پلولارو پر سر ناستو پلورونکو ته هم د ښار څخه بهر مناسب ځايونه ټاکو. شير محمد وايي چې ددغه فعاليت لړۍ ځکه ټکنۍ ده، چې اداره يې د پرسونل له کمبود سره مخ دي، د هغه په خبره اوس مونږ دولس کسه رسمي او څلور پنڅه خدمتي مامورين لرو چې د شاروال صاحب د لزوم ديد پر اساس راکړل شوي دي. نوموړى وايي چې په اداري تشکيل کې اته تنه پوليسان لرو چې دوه يې خدمتي دي. شير محمد زياتوي چې دغه څو تنه مامورين او پوليسان به څنګه وکولاى شي چې ددمره لوي ښار ګنټرول کړي په داسې حال کې چې د وسايطو له کمبود سره هم لاس او ګريوان وي. د ښار يو تن دوکاندار چې خپل نوم حامد راپيژندې وويل:« په ښار کې د هر دوکان مخې ته له ناستو پلورونکو څخه دوکانداران د مياشتې دوسوه، درې سوه افغانيو کرايه اخلي اوله اړونده چارواکو سره يې نيمايي کوي» دايواڅې حامد نه د ى چې يادې ستونزې ته ګوته نيسي، بلکې په لسګونو ورته خلک شته چې همدا خبره کوي. د جلال اباد ښار تلاشۍ چو ک ته څيرمه د يو دوکان مخې ته ناست محمد ولي کباب پلورونکى چې پر څيره يې د غربت اغيزې له ورايه ښکاري د دوکاندارانو له بې انصافۍ څخه سرټکوي او وايي چې بس دومره پيسې ګټو چې دوکانداران يې راڅخه په کرايه کې اخلي. دى زياتو دا ظالمان راڅخه د مياشتې څلور پنځه سوه افغانۍ اخلي او له چارواکو سره يې نيمايې کوي. خو د ننګرهار ولايت د شاراولۍ د پلټنې مدير شير محمد دعامو خلکو دا ډول ادعاوې ناسمې ګڼي چې ګوندې د شاروالۍ مامورين له دوکاندارانو څخه پيسې اخلي. نوموړى زياتوي داسې ويل کيږي چې په ښار کې د دوکانونو مخې ته له ناستو پلورونکو څخه دوکانداران پيسې اخلي، خوپه وينايې لا داسې کوم ثبوت نه لري چې پر مټ يې د وکانداران د قانون منګلو ته وسپاري. هغه وايي: د تېر ې يوې مياشتې راپدې خوا مو د ښار په بيلابيلو سيمو کې تقريبا تر (٩٣) زيات دوکاندارانو له دې امله جريمه کړ، چې ځينو يې خپل توکي د عامو لارو پر سر ايښي وو او يايې کوم پلورونکى ته دا زمينه برابره کړې وه. دى داهم وايي چې دولتي ارګانونه په يواڅې سر د لاسي پلورنکو د مخنيو ي لړۍ پرمخ نه شي بيولاى بلکې په خبره يې عامو خلکو ته هم پکار ده، چې له دوي سره اوږه پر اوږه خپلې دندې تر سره کړي. له بلې خوا د جلال اباد ښار په شاروالۍ کې د صحت برخې مسول ډاکټر محمد اغا وايي چې: په سر خلاصه محيط کې د خوراکي توکو پلورل سل فيصده د ساري امراضو د انتقال زيږنده ده. چې د خوړلو له امله يې د اسهال، پيچ او د اميب ناروغۍ رامنځ ته کيږي .هغه له چاواکو غوښتنه کو ي، چې ددوي لپاره بايد له ښار څخه بهر داسې مناسب سر پټي ځاينونه وټاکي چې د عامو خلکو روغتيا ته پکې پوره پاملرنه شوي وي. نوموړى له عامو خلکو غوښتنه کوي چې د سر خلاصو خوراکي توکو له پيرلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي. دننګرهارولايت د امنيت امر عبادلله (تلوار)وايي: زمونږ ټول مامورين په دې هڅه کې دي چې په ښار کې د هر راز ناقانونه پلورنکو مخنيوي وکړي. هغه زياتوي د ښار دننه د نا قانونه پلورنکو د لمنځه وړلو په پروسه کې يو اندازه تخنيکي ستونزې پرتې دي، چې د شاروالۍ د مسولينو لخوا پرې کار روان دى، تر څو دوي ته مناسب ځايونه پيداکړي او په کې ميشت يې کړي. دى تمه څرګندوي چې په راتلونکې اونې کې به يې په عمل کې د فعاليت لړۍ پلې شي. 6/3/2010 |

