دوه سوه ښځې په تار جوړلو بوختې دي
نوشته شده توسط د ننگرهار د رسنيو کور   
شنب/ 15حوت/ 1388
 
 دشريفې په هڅو دننګرهار دمهاجرينو په شېخ مصري کېمپ کې لسګونه ښځې دتار اوبدلو او لاسي صنايعو په برخه کې روزل کېږي، چې لاسته راوړنې اوستونزې دواړه لري،
 
يوه مېرمن په لاس هره ورځ يوه کيلوګرام تار جوړوي، که ماشين واى ٣٠ کيلو جوړولى شي
په ننګرهار کې يو شمېر هغه ښځې چې له وړيو نه تار جوړوي له خپل مسلک نه راضي دي؛ خو وايي چې دولت دې ورسره مرسته وکړي چې دماشين په مرسته لاډېر تار توليدکړي. دوى دتار اوبدلو او جوړولو عصري سامان الات غواړي، بل لورته ګڼې ښځې چې وزګارې دي دتار اوبدلو او د وړو صنايعو په نورو برخو کې دزده کړې وړتيا لري؛ خو امکانات ورته برابرول غواړي.
دشريفې په نامه يوه مېرمن په ننګرهار ولايت کې په بېلابېلو وړوکسبونو او صنايعو کې ديو پراخه پروګرام چلوونکې ده. دشريفې په هڅو دننګرهار دمهاجرينو په شېخ مصري کېمپ کې لسګونه ښځې دتار اوبدلو او لاسي صنايعو په برخه کې روزل کېږي، چې لاسته راوړنې اوستونزې دواړه لري، خو ګڼې نورې ښځې بيا په کې وزګارې هم دي. شريفي  چې په شيخ مصري کې تر ٢٠٠ تنو زياتو مېرمنو ته دتارجوړولو په برخه کې دکار زمينه برابره کړې؛ خوښه ده، چې وزګارې مېرمنې يې په کار ولګولې داچې شريفې څنګه او کله دې کاروبارته مخه کړې نوموړې پخپله وايي:  له ډېر واړه کارو بار نه اوس دې حالت ته رسيدلي چې دېري ميرمني يې په کار بوخت کړي
شريفه وايي: له يوه اړخه يې بيوزلو ښځينه وته دکار زمينه برابره کړې، بل پلو پخپله ډېر عوايد هم لري.
په شېخ مصري کې ګڼې ښځينه دتار په جوړولو بوختې دي، دوى وايي له هغه وخت چې يې تار اوبدنه پيل کړې په ژوندانه کې يې مثبت بدلونونه راغلي.
سره له دې چې په شېخ مصري کې تر ٢٠٠ تنو زياتې مېرمنې په کار مصروفې دي، سلګونه نورې وزګارې او دکار په لټه کې دي.
ځينو داډول مېرمنو وويل: حکومت بايد ورته کار ومومي
مېرمن شريفه وايي دقالينو لپاره: د مېږو اوپسونو له وړېو نه تار اوبدنه ښه مارکېټ لري، يوه مېرمن په لاس هره ورځ يوه کيلوګرام تار جوړوي، چې که ماشين واى ٣٠ کيلو جوړولى شي، شريفه وړانديځ لري، چې که مرستندويه ټولنې مېرمنو ته دتار اوبدنې ماشينونه واخلي چې ٤٠٠٠ افغانۍ بيه لري، ددې ښځو په ژوند کې به اوچت بدلونونه  رامنځته شي.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است