جعلــي پنــځوســـــــي "لنډه كيسه"
نوشته شده توسط رفيع الله روشــــــــن   
 یکشنبه/ 9 حوت/ 1388
 
دوی هم په ژړاوسلګيوکې ورته قصه بيان کړه سړي جېب ته لاس کړه اودپنځوس افغانيو دوه نوټونه يې راووېستل وريې کړل اودواړه يې برتندي ښکل کړل اوترې روان شوه.

نن بيا دهرې ورځې پشان دلمر له راختو سره له كوره راووتل ،نرى نرى  يخ شمال لږېده ،ځمكې هم پر خپلو سپينوجاموچې له واورې څخه يې جوړې كړې وې دخلكوسترګې برېښولې ،خلكوپه خيرات كې وركړې زړې او اوږدې كورتۍ ګانې يې اغوستې وې اودخپلو دندوپه لور رهي شول،ددوى دواړو دنده يوه يوه يوځاى به يې كاركاوه خوپه يوه ځاى كې نه !
ددوى وظيفه داو ه چې له سهاره ترماښامه به يې لاسونه دبل چاپروړاندې دسوال په خاطرغزېدلي وو.
درنولوستونكيوتاسوبه هم په دې فكر كې ياست اوپه ذهنونوكې به موداپوښتنې اوړي راوړي چې دابدبخته څوك وو،ولې يې نوره مزدوري اوخواري نكوله چې دسوال اوګدايۍ مخه يې نيولې وه!!خيرزه يې درته وايم دادواړه ((رشيد))او((سعيد))هغه بدقسمته اودخوارې برخې خاوندان وروڼه وو،چې دعمرونوپه شپږ كلنۍ او اوه كلنۍ كې ديتيمۍ هغه سپېره څپېړه دوى پرمخونو سريخ شوې وه،چې دوى يې دسوال هغې كندې ته وروغورځول چې راوتل ترې مشكل څه چې حتى ناشوني دي .
ددوى پلاردوه كاله مخكې په يوه ترافيكي پېښه كې خپل ژوند له لاسه وكړاو څومياشتې وروسته يې مېرمن بل ورورپه نكاح كړه اوپردوى له همغې څخه راپه دېخوا دښوونځي ،مدرسې اوجومات دروازې وتړلې شوې ،اوس نودوى ته دوه كوچنۍ خويندې اويوه مور ورپه غاړه وو،سره لدې چې موريې اوس دبل چادسرتاج وه خوتش په نامه ساتنه  يې ددوى پرغاړه وه ،له همدې وخت څخه راپدېخوا دورځې پنځوس ،پنځوس افغانۍ په دواړو وروڼو كره شوې  كه به لدې پيسوڅخه يوه انه هم كمه وه نو ديوغم له پاسه به پرې بل غم جوړؤ.
نن بياترناوخته پورې وګرځېدل خو په دواړو يې ايله نهه اويا افغانۍ پيداكړې وې وخت هم پرې ناوخته وه دشپې له تيارې څخه هم وېرېدل اودتره له ډاره هم كورته نشواى تلاى ،يوبل ته مخامخ ودرېدل سعيدرشيدته وويل:
- كه لاړشو كاكاخوبه مو له کوره وشړی ،وبه مو وهي او......
ددواړوسترګې له اوښکوڅخه ډکې وې حيران حيران يې کتل اونرۍ نرۍ شونډې يې يخ رېږدولې ،ددواړودپوزوسرونه داسې سره اووښتي وو،تابه ويل چې سور رنګ يې پرې وهلى دى ،دوى په همدې اندېښنوكې وو،چې يوسړی يې ترځنګ ورېده اوددوی په معصومو ځېرو کې دډاراوپرېشانۍ علت يې ورځخه وبوښت.
دوی هم په ژړاوسلګيوکې ورته قصه بيان کړه سړي جېب ته لاس کړه اودپنځوس افغانيو دوه نوټونه يې راووېستل وريې کړل اودواړه يې برتندي ښکل کړل اوترې روان شوه .
دوی هم په يوه شېبه کې هرڅه هېرکړل او دسندروپه زمزمه کولوسره دکوربه لور روان شول ،کورته چې ورسېدل دواړوخپلې پيسې تره ته وركړې اومخ ته يې داسې ودرېدل لكه مجرمين چې په محكمه كې دقاضي مخې ته ولاړ وي ،تره يې ميده پيسې،(چينچ) وشماره او بيايې دواړه پنځوسيان راواخستل ښكته اوپورته يې ورته وكتل ،درشيد نوټ يې په ګوتوكې ومروړه او پرمخ يې يوه سوزوونكې څېړه ورونښلوله ،پخپل ځاى ودرېده رشيد يې له غوږه ونيوه ټكان يې وركړل ړوندخوبه نه يې، لس واره مې درته ويلي چې څوك پيسې دركوي نوټ ته سم ګوره چې اصيل ده اوكه جعلي.

۱۳۸۸\۸\۳۰كابل نوى ښار

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است