تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| دننګرهار درسنيو کور د بابي وژنه غندي |
| نوشته شده توسط دننګرهار مديوتيک درسنيو کور |
|
وسله وال مخالفين ددې پرځاى چې د بهرني يرغلونو دپاى ته رسولو لارې چارې برابرې کړي دخپل وطن په ولسي خلکو پسې يې راخيستې ده، چې دا افغان ولس ته دنه منلو عمل دى. دبېوسۍ تندر په ځان پرېوزي شول مې لاسونه د ګرېوان دښمنان دننګرهار درسنيو کور دکندهار ولايت داطلاعاتو او کولتور رئيس عبدالمجيد بابي وژنه غندي درسنيو کور د بابي وژنه دافغانستان دفرهنګ او کولتور وژنه بولي. دمديوتيک ټولنيز مرکز په دې نظر دې چې بابي په پوره توګه ديوه اديب، ليکوال او شاعر په توګه پېژندل کېده او دافغانستان د حکومت په کوم پوځي برخه کې په کار بوخت نه و، له دې امله دده وژنه يو غېر قانوني عمل دى او دوسلوالو له خوا په دې اعتراف دامانا لري چې دوى په هېڅ شي عقيده نه لري او يوازې دنورو دخوشالولو لپاره دخپل وطن په ورانۍ او دخپلو ملي شخصيتونو په وژنه، هره شېبه ځان دافغان ولس له قهر او دښمنۍ سره مخ کوي. وسله وال مخالفين ددې پرځاى چې د بهرني يرغلونو دپاى ته رسولو لارې چارې برابرې کړي دخپل وطن په ولسي خلکو پسې يې راخيستې ده، چې دا افغان ولس ته دنه منلو عمل دى. دبابي روح دې ښاد وي او ددوى دښمنان دې، خداى تعالى تردې لاډېر په بده ورځ واړوي، چې پښې يې پرځمکه ونه لګېږي. دبېوسۍ تندر په ځان پرېوزي شول مې لاسونه د ګرېوان دښمنان تاريخ نشر:6-12-88 مطابق 25 فبروری 2010 |
