دښوونځيوسره دلابراتواري سامان الاتومرسته
نوشته شده توسط د خوست د رسنیو کور   
 
څو کاله وړاندې هم په خوست ولايت کې ځنو ليسو ته د المان هېواد په مالي لګښت لابراتوارونه ورکړل شوي وو، خو د مسلکي ښوونکيو د نشتون له امله ترې کار ندى اخيستل شوى.
 
88/11/17
په خوست ولايت کې له پوهنې رياست سره د ميليونونو افغانيو په ارزښت د لابراتواري سامان الاتو مرسته وشوه.
په خوست ولايت کې ځايي چارواکي وايي، چې ياده شوې مرسته د امريکا د پرمختيايي نړيوالې ادارې له خوا د دې ولايت د پوهنې له رياست سره وشوه.
په دې ولايت کې ښوونکي او زده کوونکي له دغې مرستې خوښي څرګندوي او  وايي، چې دا به د دوى په عملي درسونو کې زياته مرسته وکړي.

د خوست د پوهنې رئيس پوهنمل سيدعزيزاحمد هاشمي رسنيو ته وويل، چې د لابراتواري سامان الاتو دغه مرسته د USAID يا د امريکا د پرمختيايي نړيوالې ادارې له خوا د دې ولايت د ښوونځيو لپاره شوې ده.

نوموړى وايي، په دې موادو چې درې نيم ميليونه افغانۍ لگښت راغلى، څه دپاسه پنځوس قلمه توکي شامل دي.

رئيس سيد عزيز احمد هاشمي  وايي، چې له دې لابراتواري سامان الاتو څخه به په شاوخوا پنځوسو ښوونځيو کې زرګونه زده  کوونکي ګته پورته کړي.
ښوونکي  وايي، چې د کيميا او بيولوژي په عملي درسونو کې لابراتوار مهم رول لوبوي، او په دې سره به وکولاى شي، زده کوونکي په ښه ډول درسونه پر مخ بوځي.

خو دا چې زده کوونکي دغو لابراتواري سامان الاتو ته څومره خوشبينه دي، د خوست ښار د پوهاند عبدالحى حبيبي ليسې ددولسم ټولګي يوتن زده کونکی عصمت الله يې په اړه داسې وايي. ښوونځيوته دلابراتواري سامان الاتو ورکړه به دښوونځيو دزده کونکو په عملي زده کړه کې ډيرمهم رول ولوبوي، لدې وړاندې موږيواځې پرکتابونوبسنه کوله .
د يادونې وړه ده، چې «څو کاله وړاندې هم په خوست ولايت کې ځنو ليسو ته د المان هېواد په مالي لګښت لابراتوارونه ورکړل شوي وو، خو د مسلکي ښوونکيو د نشتون له امله ترې کار ندى اخيستل شوى.»
اکثره زده کونکي وايی: که دخوست ولايت په ښوونځيو کې له لابراتورنوڅخه دسمې استفادې اوکارونې په غرض  مسلکي ښوونکي نه وي موجود، دالابراتوارونه هم دپخوانيو لابراتورونوپه برخليک اخته کيږي.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است