په خوست کې دمدني ټولنې دفعاليتونوڅرنګوالی
نوشته شده توسط نجيب الله الوخېل   
دوشنبه 17- 12- 88
 
په اطرافوکې دامنيتي اوضاعوپه بدلون کې هغه شورګانې اوټولنيزسازمانونه ډېرموثراوګټورتمام شوي دي، کوم چې فعاليتونه يې په ځانګړې ډول قومي مسائيلوپورې ارتباط مومي،

نجيب الله الوخېلپه هېواد کې دوګړنيزې واکمنۍ دټينګښت او دولسواکۍ دنهادينه کېدو اوټېکاويوه مهمه لاره داده ،چې دمدني ټولنې فعاليتونوته پراخې زمينې برابرې شي اوددوی حضورپه ټولنيزوچاروکې سمبوليکه اونمايشي بڼه ونه لري.

خوست دهېوادديوې لرې پرتې سيمې په توګه دګڼوټولنيزواومدني فعاليتونوشاهددی اودامهال پکې شاوخوا پنځوس مدني  نهادونه په فعاليت لګيادي، نوموړي نهادونه که څه هم دهغو اصولواوقوانينوتابع ندي ،چې بايد د يوې سمې طرحې اوبرنامې له لارې خپل کارونه پرمخ بوځي، مګر ددې سيمې په کچه ټولنيزواوسياسي مسائيلوکې ددوی حضور اوګډون څه ناڅه ښکاره او روښانه دی . ديادو نهادونودکاراغيز نه يوازې په خوست ښار، بلکې تريوه بريده په لروپرتوسيمواوحتی کليواوبانډو کې هم محسوسيږي. په خوست کې دډله ييزو رسنيوکميت ډيرېدل ددې لامل شوی، چې نږدې دټولنې ټول افراد ورسره په يوډول رابطه اواړيکه قايمه کړي.

په اطرافوکې دامنيتي اوضاعوپه بدلون کې هغه شورګانې اوټولنيزسازمانونه ډېرموثراوګټورتمام شوي دي، کوم چې فعاليتونه يې په ځانګړې ډول قومي مسائيلوپورې ارتباط مومي، دا شوراګانې که څه هم دفعاليت په ځوان عمرکې دي، خوخلک تردې بريده په دوی باور اواعتماد کوي، چې کله ناکله دا شوراګانې دډېرو لويوقومي مسائيلوپه هواري هم برلاسي شوي دي.

مدني ټولنې په علمي اوفرهنګي برخه کې په پراخه کچه اغېزمنې اوګټورې تمامې شوې دي. که پخوا وختونوکې موږ د ولايت په کچه دوه، درې ولسي شاعران درلودل، خواوسنی خوځښت ددې لامل شوی، چې موږيوازې دخوست په کچه په سلګونوغوره شاعران اوګڼ ليکوال، څېړونکي اوعلمي شخصيتونه ولرو.

په دې برخه کې دعلمي اومسلکي موسساتو رول ډېربرجسته اوټاکوونکی بلل کيږي، ځکه دخوست دشيخ زايدپوهنتون په نهوبېلابېلوپوهنځيوکې ددونيم زره محصلينوتحصيل همداشان دعبدالله خان تڼي په دارلمعلمين، دحکيم تڼيوال په طبي انستيتوت اودميوند دلوړوزده کړو په موسسه کې دنوروسلګونوځوانانوزده کړو نه يوازې ددې سيمې فرهنګي اوعلمي پانګه بډايه  کړې، بلکې ددې سيمې ديوروڼ اوهوسا سبا تضمين هم له ځانه سره لري، په کليواوولسواليوکې دکلتوري ټولنوشتون اونيم ژواندی فعاليت ددې لامل شوی، چې لږترلږه کليوالي خلک هم له ټولنيزو اوداړتيا په وخت کې په هېوادنيومسائيلوکې دشرکت لېواله وګرځي اوددوی دديد اونظرساحه لاپراخه شي.

پښتوژبې ته، چې پخوا په علمي بڼه لږکارشوی وو، په اوسني وخت کې ورته پاملرنه ډېره شوې اويوازې په خوست کې دعلمي اوفرهنګي کسانو له خوا شاوخواپنځوس عنوانه بېلا بېل کتابونه دچاپ په ګاڼه سمبال شوي دي، مګريادې لاسته راوړنې اوبرياوياوې په سمندرکې ترڅاڅکي زيات ځای نه لري، ځکه په ولسواکو ټولنوکې دمدني ټولنې فعاليتونه تردې ډېردي، چې حتی دټولنې يوه خوا هم دهغې له تاثيراواغېز څخه خالي نده پاتې شوې. په ملي مسايلوکې دخلکودپراخه ګډون په هڅونه کې،چې ترکومې کچې مدني ټولنه موثره اواغېزمنه ده ،په هېڅ صورت دولت اونړيواله ټولنه ګټوره نده ،ځکه مدني ټولنه مخامخ دټولنې دبېلابېلو صنفونواستازيتوب کوي اوکولای شي په ډيرې اسانۍ اودغوره تفهيم له لارې هېوادنۍ مسئلې ددوی غوږونوته ورسوي .داچې دمدني ټولنې په ايجادکې دلوستواوعلمي کسانوونډه زياته ده ،په دې اساس دوی کولای شي ددولتي پلانونوپه طرح اوعملي کولوکې له دې بنسټونوڅخه استفاده وکړي ،دوی دبېلا،بېلوصنفونوداستازيوپه توګه هغه څه له نږدې ويني،چې حکومت په اوږده مزل هغې ته رسېدلای شي .په دې بنسټ که چېرې نړيواله ټولنه سيمه ييزه حکومتوالي اونورې انتخابي شوراګانې له مدني ټولنې سره فعاليتونه، همغږي اودمتقابله همکارۍ په فضاکې ترسره کړي، نه يوازې ديوې هوسا او ارامه ټولنې دجوړيدو اوږدمزل به رالنډ شي، بلکه له بلې خوا به هغه فاصلې، بې اعتمادۍ اوستونزې هم له مخې ورکې شي، چې ولس اوحکومت يې په دووجلااوبېلالارو روان کړي دي.

دافغانانولپاره ولسواکي نوې پديده نده، بلکې له لرغونوزمانودلته ځان غوښتنې اويکه تازي ځای نه درلود، نوځکه شوراګانې دافغانانودحيات اوژوندانه سره يوځای موجودې دي .دشورااوناستې له لارې يې ګډې موخې ټاکلې اوپه ډله ييزه بڼه يې دنوموړو اهدافو دترلاسه کولولپاره ګډې مبارزې اوهلې ځلې کړي دي.هغه څه چې موږيې نن دولسواکۍ په نوم تجربه کوواويا يې پرولسونوورتپو، زموږله لرغونوکلتوري ځانګړنوسره يې توپيرپه دې کې دی، چې دخپلوتجربواولارو چاروپرځای يې په هغه ډول پلي کوو چې غوښتونکي اواصلاً ولسونه يې له موږسره ګډې ژبنۍ، اېډيولوژيکي اوکلتوري ځانګړنې نه لري.
مونږپه دې باور يوچې ولسواکي دانسان له فطرت اوخواصوسره اخښل شوې پديده ده، چې بايددنړۍ هرفرديې ترهغې کچې ولري چې دنورووګړو ژوند اوازادۍ ورڅخه متاثره نشي، مګر په دې کارکې بايددافغانستان اوضاع اودخلکوتاريخي اوکلتوري ځانګړنې له پامه ونه غورځول شي.

Date: 07-03-2010

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است