تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| په افغانستان کې اوسني شرايط جبري عسکرۍ ته اماده دي؟ |
| نوشته شده توسط محب الله الله يار |
|
دغه تبصره دجلا ل اباد ښار کې دهغه نظر پوښتنې په ترڅ کې چمتو شوې، چې د جبري عسکرۍ په اړه ترسره شوې 88/11/22 څو ورځې وړاندې افغان جمهور رئيس حامد کرزي په جرمني کې د لوړ پوړو دفاعي چارواکو په يوه ګډه ناسته کې داخبره وکړه، چې پلان لري په راتلونکي کې دافغان دولت دامنيت په برخه کې دپياوړتيا لپاره دجبري عسکرۍ په اړه غور وکړي ، نوموړي وويل، چې ده ته دنړۍ ډېرى هېوادونو پوه- پوه مشرانو په افغانستان کې دامنيت په راوستلو کې دجبري عسکرۍ مشوره ورکړې، دښاغلي حامد کرزي داخبره ځينې خلک دافغانستان دملي ارود او ملي پوليسو دپياوړتيا لپاره ګټوره بولي او وايي چې داکار په افغانستان کې ډېره مثبته سابقه لري، پخوا هم دولتونه په همدې کار سره دامنيت په برخه کې زيات پياوړي ول او همدارنګه په دې کار سره د ولس او دولت ترمنځ فاصلې را لنډېږي؛ خو ډېرى شنونکي بيا په اوسني وخت کې دښاغلي حامد کرزي خبره دافغانستان حالاتوته په کتنې سره، پرځاى نه ګڼي او وايي: يوازې دانه چې د جبري عسکرۍ دپلان په عملي کېدو سره به دولس غبرګون راوپارېږي؛ بلکې ورسره به ډېرى ځوانان هېواد پرېښـودو ته اړ ؛ځکه شي، چې دافغانانو اقتصادي وضع دې ته چمتو نه ده، چې ځوانان دې په جبري توګه وړيا عسکري وکړي، که وګورو دولت په اوسني وخت کې دملي اردو او ملي پوليسو ليکوته ځوانان دپيسو په مقابل کې نشي جلب کولى؛ نو د جبر له لارې به يې څنګه جلب کړي. ډېرى شنونکي د جبري عسکرۍ دعملي کېدو ناشونتيا، په څو دليلونو سره ارزوي: ١- ولس ذهناُ دې ته اماده نه دى چې جبري عسکري دې عملي شي، ځکه چې پخوا له خلکوسره ملي احساس وه، هغوى که به عسکرۍ ته تلل؛ نو له يوې خاصې جذبې سره به يې خپل ځانونه ددولت ليکوته سوق کول؛ مګر اوس خلک دې ته اماده نه دي. پخواني او اوسني فکرونه، بلاتوپير سره لري؛ ځکه چې پخوا خلکو يوازې او يوازې له خپل هېواد سره تړلى فکر درلود او ملي ګټو ته پوره ژمن ول، پر افغانستان باندې د روسي يرغل څخه وروسته خلک مهاجرت ته مجبور شول او په دې کار سره دخلکوپه فکرونو کې مختلفې مفکورې وزېږېدې دپخوا په پرتله اوس په هېواد کې يوه واحده نظريه شتون نه لري. او اوس دپخوا په شان دولس دلچسي ددولت ليکوته هومره نشته لکه څومره چې پخوا وه. ٢- بله مهمه خبره داده چې په هغه وخت کې دافغانستان په داخل کې کومه داسې مخالفه ډله نه وه لکه اوس، چې ددولت پر وړاندې ستر ګواښ ګڼل کېږي، همدا مختلفې مخالفې ډلې دي، چې دافغانستان امنيت يې له سترو ننګونو سره مخ کړى. که دولت د جبري عسکرۍ په پلان عملي کار شروع کړي، شايد لومړى له دې کار څخه مخالفين دځان په ګټه کار واخلي هغه داچې مخالف لورى به خپل نفوس په شکل داشکالو دولتي ليکوته داخل کړي چې داکار به په چيريکي حملو کې ورته ډېره ګټورتمام شي. ٣- که اوس وګورو دملي ارودو او ملي پوليسو له ليکو، ډېرى خلک خپل ځامن د موجوده خطر له ويرې باسي او وايي چې په اوسني وخت کې په ملي اردو او ملي پوليسو کې دنده اخستل، خپل بچيان دقصاب په ميوګي تړل دي. په داسې حال کې چې ولس دې ته چمتو نه وي چې خپل بچيان دې دپيسو په مقابل کې دولتي ليکو کې شامل کړي؛ نو په وړيا توگه خو بلکل ناشونې ده. لومړى شايد په دې کار سره ځوانان له خپل هېواده په تېښته مجبور شي او که چېرته، نورو هېوادونو ته دتګ دمخنيوي احساس وکړي؛ نو بله اسانه لاره يې بيا داکېداى شي چې له مخالفينو سره اوږه په اوږه ددولت پر ضد وجنګېږي. داکار به يوازې دولت کمزورى نه کړي ورسره به مخالفين ددولت پر وړاندې لاپياوړي او زيات شي. دوى به په دې فکر مخالفينو ته ورځي چې هلته که له يوه اړخه يې ژوند له خطر سره مخ دى له بل اړخه؛ خو بيا ورته يوڅه امتيازات هم ورکول کېږي، چې دکورنيو لپاره؛ خو يې ديوې مړۍ روزۍ درک شونى وي. ٤- داکار په هغو هېوادونو کې شونى دى چې سرحدات يې په خپل کنترول کې وي او ګاونډيو هېوادونو څخه ورته کوم خطر مواجه نه وي، که وګورو ددولت پر وړاندې ډېرى مخالفې ډلې دګاونډيو هېوادونو له خوا حمايه کېږي او هغوى له هغوى څخه په پوره ملاتړ سره دملي اردو او ملي پوليسو پر وړاندې جنګېږي، کېداى شي ګاونډي هېوادونه دملي اردو او ملي پوليسو په مقابل کې له جبري عسکرۍ سره دنه منونکو ځوانانو څخه ددولت پر ضد استعمال ګټه پورته کړي. دخبرې خلاصه داده چې اوسني شرايط په افغانستان کې ددې چمتووالى نه لري چې په ځوانانو دې جبري عسکري وشي. ٥- تراوسه دټول افغانستان دوګړو کره، سرشمېرنه نه ده معلومه، همدارنګه ټول اتباع پېژندپاڼې (تذکيرې) په پوره توګه نه لري. د جبري عسکرۍ لپاره دعمر معلومول هم دهمدې تذکيرو له لار کېږي؛ خو په اوس وخت کې ددې امکان؛ ځکه نشته چې ډېرى وګړي دتابعت تذکرې نه لري، بله خبره چې ددې کار لپاره ډېره اړينه ده هغه په بهرنيو هېوادونوکې مېشت افغانان دي ترڅو هغوى رانشي نو يوازې په خپل هېواد کې مېشتو افغانانو باندی خو نه شي عملي کېدلى، په بهرنيو هېوادونو کې دمېشتو افغانانو مېشت ددې کار لپاره يوه بله ستونزه هم زېږولى شي، شايد هغه هېوادونه چې دافغانستان دملي اردو د کمزوي کولو هڅې اوس له نورو لارو کوي، بيابه همدغه مېشت افغانان چې په هغو هېوادنو کې دي، ترې به دخپلو موخو دترسره کولو په خاطر ګټه پورته کوي. او دملي اردو پرضد به يې جنګولو ته هڅوي. له دغو ټولو سربېره اقتصادي ستونزې، دامنيت نشتوال، خپلمنځي اختلافات، بېروزګاري، فقر او داسې نور هغه څه دي، چې دجبري عسکرۍ په وړاندې خنډکېدلى شي او اوسني شرايط دې ته اماده نه دي چې ولس دې دپخوا په شان جبري عسکرۍ ته غاړه کېږدي؛ ځکه چې دولت دولس ټولې غوښتنې او اړتياوې نه دي پوره کړي او نه يې پوره کولى شي؛ نو ولس به څرنګه ددولت دې غوښتنې ته په وچو کولمو، ټپي ټټر، په تش ډاګ دژوند شپې ورځې تېرول او يوې مړۍ ډوډۍ پسې خپل هېواد پرېښودل، هرکلى ووايي. داکار هغه وخت شونى دى چې ټول ولس له دولت څخه په مړه ګېډه او ډاډمن ژوند راضي وي. |
