دلندن کنفرانس به دافغانستان لپاره، رښتيا ګټور وي!؟
نوشته شده توسط محب الله الله يار   
 
دغه تبصره په جلال اباد ښار کې دهغه نظر پوښتنې په ترڅ کې چمتو شوې، چې دلندن دکنفرانس په اړه ترسره شوې.

داچې اوس ولې امريکايان، برطانويان او ورسره ملګري ، يې دې ته مجبور شول، چې له طالبانو سره دافغانستان راوانه جګړه او يا سياسي کړکېچ حل، دجګړې نه؛ بلکې دخبرو اترو له لارې شونى ښکاري، داخو  په خپله دامريکايانو ديوې لوى تېروتنې نتيجه وه؛ ځکه کله چې په بن کې لومړۍ غونډه دافغانستان په اړه کېدله له هر بل لوري په کې دطالبانو دناستې خبره اړينه وه، او شايد په هغه تازه وخت کې طالبان هم دې ته حاضر شوي ول، چې له امريکايانو سره دخبرو له لارې دمسلې حل ته کېني؛ خوامريکايانو هغوى په کې بېښي ونه پوښتل، همدا دبن پرېکړې تېروتنه وه، چې جګړه دومره دوام داره شوه.

 له هغې وروسته دافغانستان په اړه دا اتم کنفرانس ده چې دافغانستان دځينو مهمو مسلو په اړه وخت ناو خت په بېلابېلو هېوادونو جوړېږي؛ خو تراوسه تېرو کنفرانسونو هېڅ کومه ګټوره نتيجه نه ده ورکړې. اوس دتېرو کنفرانسونو په پرتله دلندن کنفرانس کې داځل يو څه نوي موضوعات اورېدل کېږي، چې پخوا ورته دومره پام نه وه شوى، رښتيا هم داځل دپام وړ مسايل په نظر کې نيول شوي، چې دامنيت په برخه کې دځينو ولايتونو دامنيت مسووليت افغان ملي اردو ته سپارل، له طالبانو سره دخبرو اترو مسله، افغانستان سره دبهرنيو هېوادونو دمرستو دشفافيت خبره او همدارنګه دتورلېست څخه دځينو طالبانو دنومونو ايستل، يادې ټولې موضوګانې دپام وړ دي، خو چې عملاُ پرې کار وشي.
 ډېرى شنونکي دلندن کنفرانس ته هم دتېرو نورو ٧ کنفرانسنونو په سترګه  ګوري او وايي، چې دافغانستان په نوم جوړشويو تېرو کنفرانسونو کې، غټه ستونزه داوه، چې دبهرنيانو په اجنډاکې د افغانانو غوښتنې سمې په نظر کې نه نيول کېدې.  شوې ژمنې دسپين کاغذ پرمخ دنظر ورکولو په وخت ليکلې پاتې کېږي او دعمل لاس نه ور رسېږي؛ ځکه خويې نتيجې هم ګټورې نه وې، همدارنګه دافغانستان دستونزو دحل لپاره چې کوم متخصصين دي، له هغوى سره هم په دغه برخه کې مشوره نه کېږي. داسې کنفرانسونه بهرنيان دخپلو ګټو په موخه جوړ وي؛ خو زياتره بيا په دې باور دي،  چې که امريکايان او برطانويان غواړي، له طالبانو سره دې، پرته  ستونزه دخبرو له لارې حل شي؛ نو دلندن په کنفرانس کې دطالبانو ګډون له حده زيات ضرور دى او د هغوى دنه شتون په صورت کې شايد داکنفرانس دافغانستان د امنيتی مسايلو لپاره ګټور نه وي.

 داچې اوس په دغه کنفرانس کې نه په خپله طالب مشرانو ته بلنه ورکړ شوې او نه يې نماينده ګان رابلل شوي؛ نو ددې مسووليت به څوک په غاړه واخلي چې طالبان به له افغان دولت سره جوړ جاړي ته تيار شي. تر څو چې ښکېلې خواوې سره خپلو کې کېنني او په خپل منځ کې په شته ستونزې بحث ونه کړي شايد هم دا مسله نه شي حل کېدى.
زيات خلک بيا دشفافيت په اړه اندېښمن دي او وايي، چې دلندن کنفرانس به په دې برخه کې زيات موثر؛ ځکه نه وي، چې دافغانستان په داسې اداري سيستم کې چې بهرنۍ مرستې ورته بې بندوباره  راروانې دي او دلته يې په ځاى لګښت ته هېڅ کوم منظم پلان وجود نلري، ناشونى کار وي. اوس دلندن په کنفرانس کې لومړى غور په دې پکاردى، چې اداري فساد ولې او څرنګه دافغان دولت په اداراتو کې راوټوکېد؟ اول دې دفساد منشه پيداکړل شي، وروسته له هغې څخه دې ورته دحل لپاره لاره چاره وسنجول شي. خپله  کرزې به هم  دلندن په کنفرانس کې خپل ٥ کلن پروګرام وړاندې کي اوشايد نړيواله ټولنه ترې دحساب اخستلو او حساب ورکولو پوښتنه هم وکړي؛  خو دا معلومه نه ده، چې د افغانستان دولت به خپل پروګرام کې دحساب له پلوه څومره شفاف وه اوسي.

بل اړخ ته دتورلېست خبره ډېره توده برېښـي، ځينې خلک دبهرنيانو دانظر چې له طالبانو سره دخبروکولو ته تياردي، يوه ښه زمينه بولي او وايي، چې ګټوره به ځکه وي، چې داخبره خپله له بهرنيانو رابرسېره شوې؛ نوشايد له طالبانو سره ددغې جوړې، لاره حواره کړي.
 خو يو شمېر نور بيا له تور لېست څخه دځينو طالبانو دنومونو دايستلو خبره چندان ګټوره نه ګڼي او وايي، چې بهرنيانو دهغو کسانو نومونه له تور لېست څخه ايستلي چې هغوى له پخوا څخه د افغان دولت ملاتړ کړى او ان، يو څه خو يې همدا اوس برحاله دندې هم لري. عجيبه خو لاداده چې له تورلېست څخه دايستل شويو کسانو له جملې داسې هم شته، چې نه له خپل نومه په تورلېست کې له راتلو خبر ول او نه له ايستلو؛ نو دداسې خلکو نومونه له تور لېست څخه په ايستلو کې له طالبانو سره دروغې جوړې په برخه کې به څه اغېز ولري کنه!؟ ځکه دوى نه په طالبانو کې څه نفوس لري او نه دهغوى لپاره کوم کليدي کسان دي.

طالبان بيا دبهرنيانو دې کارته دشک په سترګه ګوري او وايي، که بهرنيان غواړي؛ نو دټولو کسانو نومونه دې له تور لېست وايستل شي. رښتيا هم په ٥٠٠ نفرو کې چې ١٤٠ شاو خوايې دطالبانو مهم او نور يې دالقاعدې ډلې پورې تړاو لري دپينځه غير نفوس لرونکو کسانو ايستل به دمسلې حل ته کومه اندازه لاره هواره کړي؟ ورسره دامنيت په برخه کې افغان ملي اردو ته دځينو ولايتو سپارلو موضوع ده، چې دامنيت په برخه کې ډېره مهمه ده؛ خو داکار که بهرنيا نو په دې پلمه کوي چې دوى ته به له افغانستان څخه دوتلو بهانه جوړه شي شايد ستره تېروتنه يې وي، ځکه چې طالبان يوازې دانه غواړي، چې بهرنيان دې له افغانستان څخه ووځي؛ هغوى د افغان دولت په ټول اداري سيستم نيوکه کوي او وايي، چې دا د غرب جوړشوى حکومت دى او دوى دې ته نه دي اماده چې له داسې دولت سره دې په يوه چوکاټ کې يوځاى شي. شايد طالبان داخبره دعقيدې په لحاظ وکړي، که رښتيا همداسې وي، نو دبهرنيانو دا تصور هم تر سوال لاندی راحي چې ګوندې دپيسو په ورکولو سره  به طالبان دجنګ ليکې پرېږي اود سولې لمن ته به غاړه ووځي.
 
 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است