دډيورنډ کرښې دواړو غاړوته دخبريالانو انلاين کنفرانس
نوشته شده توسط د خوست د رسنیو کور   
 دننګرهار درسنيوکور ديکشنبې په ورځ دلومړي ځل لپاره دډيورنډ کرښې پورې غاړه دپېښور له ژورنالېستانو سره انلاين کنفرانس جوړکړى و، په دغه کنفرانس کې دکرښې دواړه غاړو ته خبريالانو د يو بل له ستونزو دخبرېدو، داړيکو او دواړو خواوو ته دسولې دهڅو په پراخولو ټينګاروکړ.

دپېښور له خبريالانو سره دمخامخ خبرو لپاره دننګرهار درسنيو په کورکې ٢٠ تنه خبريالان راټول شوي وه، همدومره نور دپېښور پوهنتون دژورناليزم ډيپارټمنټ کې دافغاني خبريالانو دنظريو او رېدو ته منتظر ناست ول. لومړى دپېښور پو هنتون دژورناليزم ډيپارټمنټ او دپېښور درسنيو دکور مشر ډاکټر شاه جهان سيد، خبرې وکړې او وې ويل: داډېره ضروري ده چې موږ په خپل کور کې بل شوى اور په خپلو هڅو مړکړو او ددې لپاره دټولونه اول اړيکې ضرور دي.

بيا دافغاني خبريالانو په نماينده ګۍ محب الله الله يار وويل: دواړو غاړو خبريالانو ته په کارده چې دسولې دټينګښت لپاره په ګډه کاروکړي، تر څو سيمه دنا امنۍ له ګواښ څخه وژوغورل شي.
په پېښور کې دسما تلويزيون خبريال شمس مومند وويل: دټولې نړۍ خبريالان ديوه کلي او سېدونکو په څېربايد ديوه، بل،  ستونزې درک کړې، ده وويل: کولى شو دامريکې او سعودي عرب او دنورې نړۍ خبريالان هم په دې هڅو کې راشريک کړو.
په ننګرهار کې دازادۍ راډيو خبريال شيرشاه همدرد وويل اصلي مسله داده چې خبريالان څنګه دکرښې دواړوغاړوته سيمه دنا امنۍ له دغه اوسني حاله وژغوري.
دننګرهار درسنيز کور مسوولينو وويل: د ډيورنډ کرښې دواړه غاړه خبريالانو دستونزو داورېدو داړيکو دپراخولو او ديوبل داثارو او افکارو نه دخبرېدولپاره  به، يو انلاين خبري ويب سايټ ژرفعال کړي او ددواوړو خواو خبريالان به ورته په ګډه کار وکړي.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است