تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| دخوست ولايتي شورا نوماندان څارنوالۍ ته عارض شول |
| نوشته شده توسط دخوست درسنيوکور |
بادشاه سبحان وويل ،چې دانتخاباتو اوسني ځينې کارتونه په پاکستان کې په يوه، يوه روپۍ چاپيږي اولدې لارې دښه اوبااعتماده کانديد مخه نيول کيږي.![]() دخوست ولايتي شورا ته ۱۱ تنه نوماندان، چې دانتخاباتو دکميسيون لخوا ناکام اعلان شوي، دمسوولوارګانونولخوا په انتخاباتو کې دترسره شويودرغليودنه څيړنې له امله دخوست څارنوالۍ ته عارض شول. نوموړو کانديدانو په عرض پاڼه کې هغه ټول موارد په مستنده بڼه درج کړي ول، چې دوی يې په رياستي اوولايتي شوراته په ټاکنو کې ښکاره درغلي بولي. نوموړو کانديدانو،چې درسنيوخبريالانويوې ډلې ته معلومات ورکول يوتن دقمرخان کامران په نوم ،چې ولايتي شوراته نوماند کانديد وو، وويل : «په هغو سيموکې چې بايد ټاکنې نه وای شوې ،متاسفانه ترسره شوې اويوه ورځ وروسته رسنيو داخبره رابرسيره کړه ،چې داسد د ۲۹ مې په ټاکنوکې په پراخه کچه درغلی شوې دي.» دی زياتوي چې موږهم سمدلاسه خپل ډله ييزاعتراض ليک فيفا، يوناما اودانتخاباتو دشکاياتوکميسيون ته وسپاره ،چې په تاسف سره ترنن ورځې زموږشکايتونه بررسي نه شول. نوموړی وويل: موږديادشوي شکايت په تعقيب پېنځه ديرش نور شکايتونه نوموړي کميسيون ته وسپارل ، خو پايله يې معلومه نشوه، چې بلاخره دانتخاباتو کميسيون يوه ډله نوماندان دبرياليوکسانوپه نوم رسنيواوحکومتي چارواکيوته ورمعرفي کړل. موږناچاره شو ترڅومرافعه څارنوالۍ ته عارض شو،ترڅونوموړی باصلاحيته عدلي ارګان په خوست کې دانتخاباتو د کميسيون له مشر څخه قانوني پوښتنې وکړي اوپه اړه يې دنوماندانواعتراضونواوپوښتونوته ځواب ووايي، له هغې پرته ورسره قانوني چلندوشي. ديادې ډلې يوبل تن، انجينربادشاه سبحان وويل، چې دوی دواک اومقام وږي ندي، بلکې يوازې داغواړي هغه کسان ولايتي شورا اوهمداشان په راتلونکو انتخاباتو کې پارلمان ته لارومومي،چې دوولس رايه له ځانه سره ولري، نه هغه څوک چې ديوې کوټې په کونج کې دغلاشويورايوله لارې بريالی شوی وي. ده ،غوښتنه وکړه، چې دولسي جرګې انتخابات دې دامنيت دټيکاو اوشرايطودسميدوترمهاله وځنډول شي اونوموړي انتخابات دې دنړيوالوڅارنکو ترنظارت لاندې ترسره شي، څوتريوې کچې د درغليومخه ونيول شي. بادشاه سبحان وويل ،چې دانتخاباتو اوسني ځينې کارتونه په پاکستان کې په يوه، يوه روپۍ چاپيږي اولدې لارې دښه اوبااعتماده کانديد مخه نيول کيږي. داعتراض کوونکيوکانديدانوله ډلې څخه اميرزي يادونه وکړه ،چې په صبريو ولسوالۍ کې دمازديګرترپېنځو بجويوازې يوکس رايه کارولې وه ،خو سباورځ معلومه شوه، چې صندقونه ته ۱۶۶۶۴ رايې اچول شوي دي. دده په خبره ځکه يې دانتخاباتو د ولايتي دفترپه مشر عريضه وکړه، چې يادې ددرغليو ډکې رايې تائيدکړې اوکچيرې نوموړی دسپيرې، دوه منده، قلندر، موسی خيلو، صبريو، عليشيرو، باک اومرکز په ليرو سيموکې دانتخاباتو حتی يوعکس اويايوه دقيقه مستند فلم ولري دخوست خلکو ته دې ښکاره کړي. |

