په ننګرهار کې د ولسي وګړيو د وژنې پرضد مظاهره
نوشته شده توسط د ننگرهار د رسنیو کور   
 
د ننګرهار چارواکو وويل پرونۍ چاودنه دحکومت وسله والو مخالفينو کړې او نړۍ وال ځواکونه په کې ښکيل نه دي؛ ځکه چې د نړۍ والو ځواکونو ٣ تنه هم په دغه پېښه کې ټپيان شوی.
 
د ننګرهار پوهنتون ګڼو محصلينو په جلال آباد ښار او ننګرهار پوهنتون کې د ولسي وګړيو د وژنې  پرضد مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو د تېرې ورځې هغه پېښه غندله چې له امله يې ٥ تنه وژل شوي او تر٤٠ زيات ټپيان په کې و. مظاهره کوونکو تور پورې کاوه چې دپرونۍ پېښې عاملين پخپله نړيوال ځواکونه دي. دوى د ايتلافي ځواکونو افغان حکومت او نړيوالې ټولنې پرضد شعارونه ورکړل.

د مظاهرې له امله د کابل جلال اباد لويه لار د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ بنده وه.

دننګرهار چارواکو وويل پرونۍ چاودنه دحکومت وسله والو مخالفينو کړې او نړۍ وال ځواکونه په کې ښکيل نه دي؛ ځکه چې د نړۍ والو ځواکونو ٣ تنه هم په دغه پېښه کې ټپيان شوي دننګرهار د والي وياند عبدالزي وويل: ننګرهار والي دپېښې دڅېړنې لپاره يو هيت ټاکلى چې څېړنې وکړي، دده په وينا تراوسه پورې تحقيقاتو ښودلې چې وسلوالو مخالفينو په ولسي خلکو کې داسې اوازې خپرې کړي چې داپېښه پخپله نړيوالو ځواکونو رامنځته کړې بل لوري ته نړيوالو ځواکونو هم دغسې اوازې ردکړي. دغه راز نن پنج شنبه کله چې دننګرهار دولايتي شورا غړى مولوي عبدالعزيز خيرخواه د مړو په جنازه کې دګډون لپاره سيمې ته ورغلى و دوينا پروخت پرې وسلوالو دډزو کولو هڅه وکړه خو دغه مولوي وويل نوموړى ولسي خلکو ژغورلى دى.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است