ولسي جرګې حامد کرزي ته بل پېټى ور پشاکړ
نوشته شده توسط محب الله الله یار   
 
images/stories/hamad karzai.jpgشايد خپله کرزى هم دولسي جرګې په دې پرېکړې يو څه اندېښمن شوى وي او فکر يې کړي وي، چې دڅواونيو خواري يې په اوبو لاهو شوه.
 
کله چې ښاغلى حامدکرزى د دوهم ځل لپاره په افغانستان کې ولسمشر شو نو د نوى کابينې له جوړېدو وړاندې له سختو بهرنيو او داخلي ننګونو سره مخ شو. نړيوالې ټولنې په کرزي داتور لګوه چې نوموړى په خپله  تېره پينځه کلنه دوره کې د اداري فساد په لمنځه وړلو کې پاتې راغلى؛ خو ددې سره- سره يې بياهم ديولړ شرطونو په وړاندې کولو دنويو مرستو  ژمنه وکړه، چې په هغې کې د اداري فساد خبره، دسرټکى ګڼل کېږي.

همدارنګه دننه په هېواد کې هم ځينو خلکو ښاغلى کرزى په تېره دوره کې د  وړو کسانو په دندو نه ګمارلو کې پړ ګڼه او ويل يې چې په حکومت کې زياتره جګ پوړي کسان د روابطو په اساس په دندو ګمارل شوي، ځکه خو هغومره چې تمه کېدله  دولت په تېرو پينځه کالو کې  کار نه دى کړى او همدا لامل دى چې دښاغلي کرزي دتېرې  دورې کارونه دهېڅ چا لپاره قانع کېدونکي نه دي.

داټول هغه څه ول چې ښاغلى کرزى يې دنوې کابينې په جوړولو کې له سختو ازموينو سره مخ کړ، يوخوا په انتخاباتو کې دځينو وزيرانو کمپاينونه او ملاتړ، دبلې خوا په نوي حکومت کې  وړکسان په دندو ګمارل، په دې اساس وخت کې د ښاغلي کرزي لپاره دخپلو ژمنوپوره کول او دبهرنيانو فشارونه په نظر کې نيول، څه اسانه خبره نه وه.
 
دنوې کابينې دجوړېدو لپاره ښاغلي کرزي له ولسي جرګې اونۍ- اونۍ وخت ځکه واخيست، يو خو تازه دانتخاباتو له ستړي پړاو څخه راوتلى او بل دا، چې دځينې غربي ملګرو سره يې ديوڅه اړيکو ترينګېدل هم يو څه پام ورخراب کړى وه، همدا وجهه وه چې دنوې کابينې په جوړېدلو يې لږ وخت ونيوه او  بلاخره  يې ٢٤ کسه  نوماند وزيران داعتماد رايې اخستلو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کړل؛ دا چې ولس دنوې کابينې په جوړېدوکې له ښاغلي کرزي څه تمه کوله او بيا يې دوزيرانو په اړه له خپلو وکيلانو څه غوښتنې لرلې ټول پرې ښه پوهېږي.

ډېرى شنونکو په نوى کابينه کې دبياځل لپاره دپخوانيو وزيرانو ليدل، ديوڅه سياسي حزبونو ونډه او له دوى سره دکرزي کړې ژمنې سرته رسول ګڼل، خو، لوديځوالو بيا نوې کابينه د پخوانيو ټوپک مارو او زور واکو ترتاسير لاندې ګڼله، کله چې دولسي جرګې لخوا ٧ وزيرانو ته  داعتماد  او ١٧ تنو ته دنه اعتماد رايې ورکړل شوې؛ نو په اعلانېدو يې يوازې ولس نه، بلکې لويدځوال هم   ګوته په غاښ شول، لکه څنګه چې KID داکارپه افغانستان کې  يو سياسي شاتګ وباله، خو د ولسي جرګې په دې پرېکړې  ځينې روڼ اندي  شک کوي او وايي: چې وکيلانو دولس غوښتنې نه بلکې خپل  دراتلونکې دورې انتخابات يې  په نظرکې نيولي او غواړي له همدې لارې دولس ملاتړ ترلاسه کړي.

خو ځينې نور شنونکي بيا په نوې کابينه کې دزړو وزيرانو پاتې کېدل ددوى له پړې دښاغلي کرزي ځان خلاصول بولي او په خبرو يې چې ښاغلي کرزي،دوى سره دخپلو کړو ژمنو په خاطر ولسي جرګې ته وړاندې کړي، نه دوړتيا له مخې، ولسمشر پوهېده چې رد شوي وزيران دباور رايه نشي ترلاسه کولى، په همدې لارې يې دهغوى له خولو ځان خلاص کړ. يو څه خلک بيا په دې نظر دي چې ښاغلى کرزى نشي کولاى وړو کسانو ته په کابينه کې ځاى وړکړي، دى دځينو زور واکو پرلور مات شوى برېښي.

شايد خپله کرزى هم دولسي جرګې په دې پرېکړې يو څه اندېښمن شوى وي او فکر يې کړي وي، چې دڅواونيو خواري يې په اوبو لاهو شوه، ځکه  ١٧ وزراتونوته  دبياځل لپاره دوړو او مسلکي کسانو پيداکول، ټاکل او راوستل خوشې خبره نه ده، هو که کرزي ته دا معلومه وه چې دى به دبياځل انتخاباتو کې بريالى کېږي او ولس به ورباندې باور کوي، نو کولى يې شول، چې نوموړو وزارتونو ته پوه او مسلکي وزيران،  روزلي اويا په نظر کې نيولي واى،دبېلګې په توګه که وګورو داوبو او برېښنا وزارت ته اسمعيل خان وړسرړى ځکه نه و، مسلکي زده کړې يې نه لرلې، داسې کسان شايد ولايتونه وکړى شي، نه وزارتونه، ځکه دولايت لپاره مسلکيتوب دومره اړين نه دى لکه څومره چې کاري تجربه ده، که  نوموړي په هرات کې دخپلې دندې پرمهال  يوڅه کار کړى، نو همدارنګه يې کولى شول بل ولايت کې  هم دهرات په شان دپام وړ کارونه وکړي، خو دښاغلي کرزي  له داسې کسانو څخه  وزارتونو کې دکار کولو تمه بې ځايه او يوه ستره تېروتنه وه، ده کولى شول داوبو او برېښنا وزارت ته يې يومسلکي کس ټاکلى واى، ترڅو يې يو څه ښارونه  دبرېښنا له نعمته برخمن کړي واى او همدارنګه له هېواده دمفتواوبو تګ لپاره په کوم  پلان غور کړى واى.

اوس نو ښاغلي کرزي ته پکار ده چې نوموړو وزارتونو ته مسلکي او وړ کسان وټاکي تر څو ولسي جرګې ته خپل منظم کاري پلانونه وړاندې او له همدې لارې وکيلان قانع او داعتماد رايه ترلاسه کړي، نه د رد شويو وزيرانو په څېر چې وه يې نه شوکړى ولسي جرګې ته، په خپلو تېرو کارونو او يا راتلونکو پلانونو قناعت ورکړي.
 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است