تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| په ننګرهار کې د ولاېتي شورا دکاندېدانو دپلويانو مظاهره |
| نوشته شده توسط ننگرهار د رسنی کور |
|
د ننګرهار ولايت سلګونو اوسېدونکو او قومي مشرانو دپنجشنبې په ورځ ددغه ولايت ولايتي شورا د انتخاباتي نتيجو پرضد مظاهره وکړه او ويې ويل چې دا نتيجې نه مني او رايه شمېرنه دې له سره وشي. دننګرهار دشينوارو يوه قومي مشر حاجی ملک عثمان وويل ( دانتخاباتي کميسون مامورينو د۱۷۰۰ رايو خاوندانو ته ديوه ټکي په ايښودو ۱۷۰۰۰ کړي، ۲۰۰۰ رايې، ۲۰۰۰۰ کړي او دغه راز يې دبډو اخيستو د ګڼو زور واکانو رايې ډېرې کړېدي. موږ دا نتيجی نه منو. مظاهره کوونکو په يوه پرېکړه ليک کې دټاکنو دکمېسون دهغه کارکوونکو د محاکمې غوښتنه وکړه، چې په درغليو کې لاس لري. پرېکړه ليک کې راغلي و، هغه کسان بايد ارومرو جزا وګوري، چې غلطۍ يې کړي او که ددوی غوښتنې ونه منل شی؛ نو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. په ننګرهار کې دشکايتونو د اورېدو کمېسون مشر محمد ايمل (حقمل) وويل ((ددوی غوښتنې يې اړونده چارواکو ته ورسولې، او دغه اوسنۍ نتيجې وروستۍ نه دي بلکې ابتدايي دي او تر غور وروسته ښايي تغير شي. د ننګرهار ولايتي شورا نتايج ترعمومي شمېرنې وروسته يوځل بياجمع بندي شوي، خو دولايتي شورا کانديدان او ددوی پلويان وايي: دويم ځل هم دغلي شوېده. |
