تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| د ټاکنو د خپلواک کميسيون د پريکړې څخه ملاتړ |
| نوشته شده توسط مرکز رسانه ئی خوست |
|
په خوست کې سلګونو ځوانو ورزش کارانودوالېبال ديوې لوې سيالۍ او دملي اتڼونو په ترسره کولو د ټاکنو د خپلواک کميسيون د هغه پريکړې څخه ملاتړ اعلان کړ چې جمهور ريس حامد کرزی يي يو ځل بيا د راتلونکو پنځو کلنو لپاره د هيواد د ولسمشر په توګه خلکو ته ور وپيژنده . په همدي وياړ په خوست ولايت کي دوالېبال په جمنازيم کي يوپراخه سيالۍ چي دنوموړي ولايت ددوو وتلو لوبډلو لخوا ترسره شوه په سل ګونه ورزش کارانو اوسيلانيانو پکي ګډون کړي وه خوشخالي وښوده اودکرزي دوهم ځل تاکنه يي داوسنيو روانو حالتو سره برابره وبلله او زياتوله يې چې د ټاکنو خپلواک کميسيون دا يوپر ځای ګام پورته کړی . ورزش کارانو دهيواد روان امنتي حالا تو ته په اشاري سره وويل چي اوسني حالت دېته برابر نه ول چې دويم ځل ټاکنې ترسره شي دخپلواک کميسيون دغه پريکړه يي د افغانستان د اقتصاد لپاره هم مهمه وبلله او ويل هغه پيسي چې بايد د دويم ځل د ټاکنو په پروسه لګول شوي وای اوس به ورباندې په سيمه کې ټولګټې پروژې ورغول شي چي له يوي خوا به خلکو ته دبيارغوني چاري ترسره شوي وي او له بلې خوا به ورته دکار کولو زمينه برابره شوي وي. دورزش کارانو په استازيتوب يوتن ورزشکار الهام د کرزي څخه غوښتنه کوله چې په راتلونکي اداره کي دي ددي ولايت ورزشکارانو ته دپام وړ کارونه وکړي . عزيزملنګ ځاځي چي په خوست کې دالمپيک ريس دي وايي پدې خوشخاله يو چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د په ډير اساس وخت کي دولسمشر داعلانولو پريکړه وکړه . د نوموړي په خبره چې اوس به د هيواد اداره پدې بريالۍ شي چې خپل کارونو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي . ديادولو وړده چي په هيواد کي دنورو ولايتونو سربيره خوست ،پکتيا اوپکنتيکا يو له هغه ولايتونو څخه دي چي اوسيدونکي يي په دي موخه دانتخاباتو دخپلواک کميسون دوروستۍ پريکړي څخه ملاتړکوي ددوي هغه هيلي چي دولسمشرکرزي څخه يي لري لکه دنړيوالوځواکونو دخپلسروعملياتوبنديدل،دامنيت ټينګښت او اداري فساد له منځه وړل او همدرانګه دبيارغونې کارونو ترسره کول دي. |
