تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| د ننګرهار د ولايتي شورا دکانديدانو غبرگون |
| نوشته شده توسط مرکز رسانه ئی ننگرهار |
|
د ننګرهار د ولايتي شورا تر سلو زياتو کانديدانو د شنبې په ورځ په يوه غونډه کې د ولايتي شورا د انتخاباتو د سمو نتيجو د اعلان غوښتنه کړې. کانديدانو ګواښ وکړ، که په ټاکنو کې د شويو درغليو تحقيقات ونه شي، دوى به يوه بله ولايتي شورا اعلان کړي، مظاهرې به وکړي او له دولتي ادارې سره به مقاطعه اعلان کړي. د ننګرهار د ولايتي شورا د کانديدانو د غونډې پرېکړه ليک يوه کانديد شير بهادر همت ولوست. په پرېکړه ليک کې راغلي که د کانديدانو غوښتني ونه منل شي، مظاهرې به وکړي، جلال اباد ته راغلې لارې به وتړي، ښوونځي به هم وتړي ولسوالان به له خپلو دندو وشړي او نوى ولايتي شورا به جوړه کړي. ګڼو نورو کانديدانو تور پورې کاوه، چې په ولايتي انتخاباتو کې تر حده زياتې لاسوهنې شوي او د ټاکنو کميسون بايد وړ بريالي کسان اعلان کړي، نه ناوړه او په درغليو راغلى خلک. په دې اړه مو د ټاکنو د شکايتونو کميسون د نماينده ګۍ له يوه کارکوونکي هجرت الله اختيار نه وپوښتل. ده وويل تحقيقات به په سمه توګه تر سره کېږي او ډېر ژر به نتيجې اعلان شي د ننګرهار د ولايتي شورا او د ټاکنو د کميسون تر منځ د انتخاباتو د نتيجو پر سر دا اړی گړی له ډېر وخت راهيسي روان دى او نتيجو ته يې ډېر خلک په تمه دي. |
