تش په نامه د بيان آزادی
نوشته شده توسط اسدالله تڼي - خوست   
په افغانستان  کې د طالبي نظام تر ړنګيدو وروسته د کرزي حکومت تر ټولو غوره لاس ته راوړنه ددموکراسۍ د تامينيدو په لاره کې د بيان ازادي وه خو دغه د بيان ازادې هم د يوې لنډې مودې لپاره وه چې بلاخره د دولت لوړپوړي چارواکې او آن د ولسي جرګې ډيري استازي د رسنيو له دې کچې آزادۍ نا خوښ شول او په دې لټه کې شول چې د ټوليزو رسنيو په قانون کې داسي تعديلونه راولي چې د رسنيو ازادې په کې تر پخوا راکمه شي نو ددې نه په ښکاره توګه معلوميږي چې د اعلان شوي ازادۍ تر څنګ د نه اعلان شوي سانسور لاسونه هم فعاليت کوي او د بيان د ازادې مخه نيسي تر څو دغه رسنۍ د بيان د ازادې په رڼا کې ونه کولاي شي هغه څه افشا کړي او خلکو ته يي وښايي چې همدغه چارواکې په کې ښکيل دي .
پوهيږي چې ولې دغه چارواکې د بيان د ازادې مخه نيول کيژي ؟
 لومړي بايد په ډاګه کړو چې د بيان ازادي څه ته وايې او څه ارزښت لري ؟ د بيان له ازادي څخه مقصد دادي چې د خلکو نظريي په ازده فضا کې د کوم بنديز ( سانسور ) څخه پرته بيان او هر چا ته دا حق حاصل وي چې د بيلا بيلو مسلو په اړه خپل نظر څرګند کړي ، واقعيت داده چې د بيان د ازادې څخه پرته په يوه ټولنه کې ازادې او دموکراسۍ نه شي راتلاي. که چيرې د هغو ملتونو تاريخ ته يو لنډ نظر واچوو کوم چې نن د دموکراسي مخکښان او علمبرداران دي نو دا ټکي به ورته واضح شي چې ټولنيز اصلاحات يي د مطبوعاتو دازادي څخه پيل کړي دي. ځيني خلک مطبوعات د يوه هيواد څلورمه قوه بولي خو ځيني يي بيا ورته د دولت او خلکو ژبه وايې او هم دا رسنۍ دي چې په ټولنه کې د دموکراسۍ د پلي کيدو او عامه آزادي ته د رسيدو اميدونه پياوړي کوي خو ور سره جوخت ددې ټکي يادونه هم ضرور ده چې دغه رسنۍ په افغانستان کې تر کومه ځايه پوري دا صلاحيت لري چې د خلکو او ولسونو غوښتني او نظريې خپري کړي او د رسنيود ريښتينې ازادي حق چې په يوه ټولنه کې د بيان ازادي عامه شي او هر وګړي ته دا موقع په لاس ورشي چې د هرې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي او د حکومت د غلطو سياستونو پر سر نيوکې وکړي تر کومه حده پوري ورته حاصل دي .
  دا چې په افغانستان کې د بډو او درغليو بازار ډير تود دي ، خلک له چارواکو نه تر پوزې راغلي ، پوليس د امنيت ساتنې پرځاي د خلکو جيبونو ته غله دي لوړپوړي چارواکې مو د نيشه يي توکو په کاروبار کې ښکيل دي ،  جنګي جرمونه لري ... نو څوک کولاي شي چې ددغه ډول کارونو او پټو واقعيتونو څخه پرده اوچته کړي او شته ستونزو ته د خلکو پام راوګرځوي ؟ همدا  رسنۍ دي اوهمدا ژورناليست دي چې پټ رازونه  افشا کولاي شي او يا هم لويې لويې ادارې د ناکارۍ له امله له شنډتوب سره مخامخ کوي. نو اوس تاسو قضاوت وکړي چې ايا د بيان ازادې دي له منځه لاړه شي يا دې دبيان د ازادې کچه راکمه شي ؟ خو يوه خبره ضرور يادول غواړم چې ژورناليستان هم بايد د بيان د ازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي لکه څرنګه چې د بيان د ازادۍ لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د هرهيواد او بيا د مطبوعاتو پرټوليز قانون کې هر څه په ښکاره او واضح ډول مشحص شوي دي چې د اسلام مقدس دين سپکاوي و نه شي ، ملي منافعو ته پکې تاوان ونه رسيږي ، بشري خقونو ته  درناوي په نظر کې ونيول شي چې د  مطبوعاتو پرټوليز قانون کې درج شوي دي دهغې په پام کې نيولو سره سم خپل مسووليت او بيان درک کړي .
که څه هم  چې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا  کې د مطبوعاتو قانون تصويب شوي دي،  خوخقيقت دادي چې تر اوسه هم په افغانستان کې  د بيان ازادې په مکمل دول نشته او لا هم د افغان ژورناليستانو  فعاليتونه ورځ په ورځ له ستونزو او ننګونو  سره مخامخ  كيږي، داسې ستونزې چې وهل ډبول ،  سپكې سپورې خبرې او آن تښتونې او وژنې ورسره دي او هڅه کوي تر څو  ژورنالستان ونه کړاي شي  چې  په ازاده او بې پلوه توګه د حقيقتونو حال خپور کړي . او تل هغه څه ووايي چې د چارواكو له لوري ورته ويل كيږي نو آيا دا د بيان آزادي هسې تش په نامه نه ده؟ هسې تش په نامه چيغې وهل كيږي چې په هر څوك كولاى شي چې خپل نظر په خپلواكه توګه څرګند كړي.
كه چيرې د بيان آزادي په رښتيا وي، نو ولې زموږ ژورنالستان  په يوه  او بل ډول  وژل كيږي ولې د دوى ازاد او بيطرفه  فعاليتونه  له ستونزو سره مخامخ كيږي. نو دلته ټولو ته څرګندېږي چې دا د بيان آزادي هسې تش په نامه ده ، له دې سره سره يوه بله غټه ستونزه چې د ژورنالستانو پروړاندې را پيدا شوي ده هغه دا چې اوس بهرني ځواکونه هم زمونږ ژورنالستان څاري چې افعانې ژورنالستان د بهرنيانو په هکله څنګه رپورونه ورکوي د مثبتو پيښو خبر ورکوي که د منفي ؟ که چيري ددوي په ګټه نه وه او منفي خبر وه نو بيا يي نوم په تور ليست کې ليکل کيږي او د القاعده سره په اړيکو يي تورن کوي او حتمآ يي  په کوم دام کې راګير کوي او که بيا يي ددوي په ګټه راپور ورکړ نو ... که څه هم چې ژورنالستان  په حقيقتونو خبرورکوي او د هيڅ يوې ډلې ټپلې پلوې نه کوي خو بيا هم له هر لوري تر ګواښ لاندې راځي ، نو اوس تاسو وواياست چې آيا  په داسو شرايطو کې ژورنالست څنګه کولاي شي چې خپله سپيځلي دنده په ښه شان او بي طرفۍ  سره سرته ورسوي هغه پښتو متل دي چې وايي "يو طرف ته پړانګ دي بل طرف ته پاڼ"  
ژورناليزم ډيره سپيځلي دنده ده ګوري که ژورنا ليزم د اسلام له نظره وګورو نو ددې دندې ضرورت د پيغمبر (ص) په دوران او تر هغه وروسته د خلفاي راشيدينو په زمانه کې هم محسوس شوي و پيغمبر(ص) او صحابه کرامو به د پيښ شويو حالاتو څخه خبرتيا تر لاسه کوله حضرت عمر(رض) به د شپې پلي ګرځيده او ځان به يي د مسلمانانو له حالاتو خبراوه. مفتي شفيع مرحوم په خپل يو مضمون ( اداب الاخبار) کې ليکې پيغمبر(ص) او صحابه کرامو به ځکه ځان د مسلمانانو له حالاتو خبراوه چې تر خبريدلو وروسته د مظلوم مرستې ته ځان ورسوي ، د ناروغ پوښتنه وکړي، کمزوري ته لاس وړکړي او که چاسره يې د مادي مرستې وس نه درلوده نو حد اقل ورسره غم شريکي خو يي کوله .

ژورنالستان څوک دي ؟
ژورنالستان  د ټولنې هغه وګړي دى، چې تل اور او جګړو ته وردانګي څو د خپلو هيوادوالو غږ تر نړۍ پورې ورسوي، همدا ژورناليست دى چې نن ورځ يې له نړۍ څخه يو كلى جوړ كړى او نن ورځ چې د نړۍ په هر ګوټ كې چې كومه پيښه رامنځ ته كيږي د همدې ژورنالست  په واسطه ټوله نړۍ ورڅخه خبرېږي، ژورنالست هغه څوك دى چې تل د خلكو د وير او ماتم په ټغر د هغوى د حال اخيستو لپاره ناست وي، تل هڅه كوي هغه واقعيتونه ټولې نړۍ ته په ډاګه كړي چې په نړۍ كې هپڅوك هم د هغې واقعيتونو په اړه مالومات نه لري، ژورنالست هغه څوک دي چې د ټولنې د وګړو زهنيتونه روښانه کوي ژورنالست هغه څوک دي چې د مرګ سره لوبې کوي خو د واقعيتونو په راسپړلو او وړاندې کولو بوخت وي ، ژورنالست هغه څوک دي چې  خپل ولس او دنياوالو ته د خپل هيواد ، سيمې او نړي د پيښو او پرمختياوو په اړه په خپل وخت خبرونه او رپوټونه ورکوي ، ژورناليست هغه څوک دي چې د خپلو ملي منافعو لپاره قرباني ورکوي.
 ژورنالست  د ټولو پيښو د اصلي لاملونو پلټونكى ، د قربانيانو د حال او احوال اخيستونكى اوبې پري دي هيڅ  كله هم ژورنالست په ډلو ټپلو پورې ښكيل نه دى.
نو چې داسې ده ولې دغه مظلوم ، بې طرفه او د ولس غمخوار ژورنالستان هر وخت د پيښو قرباني کيږي ؟ ولې  ددوي  ژوند ته درناوى نه كيږي ؟ ولې  د واک په ګدۍ  ناست چارواكي او واكمنان د ژورنالستانو د ساتنې لپاره هڅه او هاند نه كوي ؟  ولې مو ژورنالستان په ډيره مظلومانه توګه  وژل کيږي ؟ منادي چا وواژه ؟ جان الله هاشمزاده ، عبدالصمد روحاني ، اجمل نقشبندي ، جاوېد جوجو، اكمل ، ذکيه  او څانګه اماج چا وواژل، قاتلين يې څوک دي ؟ ولې يې عاملين د قانون منګلو ته نه سپارل کيږي؟ پوښتنه داده چي ولې دوي ژورنالستان وژني ؟ آيا دوي په خپلو کړنو کې ستونزې ويني؟ اويا  ژورنالستان ددوي د سترګو اغزې دي ؟
خو دا ښاغلي بايد په دې وپوهيږي  چې ژورنالستان  ستاسو د كړنو په اړه د دروغو راپور نه وركوي .
او دا چي د خپلو نا روا کارونو د نه افشا په خاطر ژورنالستان په مرموز ډول وژني  دا  به د نورو ژور ناليستانو غږونه په ستوني کې نه يوازې چې وچ به نه شي، بلکې په دې کار سره به د ژورنالستانومبارزه او هڅې تر پخوا نورې هم گړندۍ شي .
د ژورنالستانو وژنه د خبريالۍ او د بيان په ازادې يو لوي ګزار دي او هغه کسان چې ژورنالستان وژني بايد په ګوته شي او ددوي د مخ نه بايد دا تور نقاب لري شي.
که څه هم چې په افغانستان کې دژورنالستانو  نړيوال مرکز، دژورنالستانو  د ملاتړ ټولنې، د سوېلي اسيا د ژورنالستانو ټولنې سفما، د بې پولې ژورنالستانو ټولنې، د افغان پارلمان يو شمير غړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بيلا بيلو  خبرپاڼو کې هر وخت د ژورنالستانو  وژنه په کلکه غندلې او هغه يې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ سره ښکاره دښمني بللې ده، خو خبره داده چې يوازي په غندلو څه نه کيږي او  له چارواكو څخه په جدي توګه غواړو چې د ژورنالستانو وژنې يوازې په غندنو پاى ته ونه رسوي بلكې په جدي توګه دې د دوى د وژلو لامل وڅيړي .
 بايد په ډاګه ووايو چې د ژورنالستانو وژل کيدل يو غم او دحکومت بې پروايي ترهغه لويه انديښنه  تر څو پورې به مو ژورنالستان د بيلابيلو پپښو قرباني كيږي او بيا به يې وروسته چارواكي هپڅ پوښتنه هم نه كوي.
اسدالله تڼي د شيخ زايد پوهنتون دژورناليزم پوهنځي استاد

  ۱۲/۰۷/۱۳۸۸

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است