ګڼو ښځو دټاکنو دنهايې پايلو غوښتنه وکړه
نوشته شده توسط مرکز رسانه ئی خوست   
دپکتيا مرکز ګرديز کې ګڼو ښځو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې دټاکنو دنهايي پايلو داعلان په اړه جوړه شوې وه .
په نوموړې غونډه کې دپکتيا مرکز او اړوندو ولسواليو ګڼو ښځوګډون کړی وه. په ولسي جرګه کې دپکتيا دخلکو استازې شريفې زرمتی په خپلو خبرو کې وويل چې دپکتيا ښځو په ډيره ميړانه او په ډيرو ستونزمنو حالاتو کې دانتخاباتو په بهير کې  ګډون کړی بايد ددوی درايې درناوی وشي.  نوموړې دټاکنو له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل چې بايد ټاکنې دوهم پړاو ته ونه غځوي او دټاکنو پايلې زر ترزره اعلان کړي .
دغونډې په وروستيو کې دټاکنو دنهايې پايلوداعلان په اړه يو پريکړه ليک هم صادرشو چې په يوه برخه کې يې راغلي وه که چيرې انتخابات دوهم پړاو ته واوړي نو دپکتيا ښځې به پدې انتخاباتو کې ګډو ن ونه کړي .
له دې وړاندې هم دپکتيا قومي مشرانو ديوې غونډې په ترڅ کې دانتخاباتو دنهايي پايلو دروښانه کولو غوښتنه کړې وه .

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است