تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| په خوست كې د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه |
| نوشته شده توسط مرکز رسانه ئی خوست |
|
په غونډه كې شريف جان مينوال، كريم مظلوم، روان تڼي او جلال حقيقت ځدراڼ له خوا په زړه پورې نظمونه وړاندې شول، چې د حاضرينو له تاوده او پرله پسې هركلي سره مخامخ شول. د يكشنبې په ورځ، چې د سپتمبرله ۲۷ مې نيټې سره برابره وه، د خوست ښار د جرګو په تالار كې د سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، روڼ اندو ، ځوانانو او سلګونو ښځو اوحويندو په ګډون د سولې نړيواله ورځ په خورا شاندارو او پرتمنيو مراسمو سره ولمانځل شوه . خوست ښار او دجرګو تالار چې دسولې په شعارونو او ځانګړو سمبولونو مزين شوي وو، په پيل كې د پاك قران ايتونه تلاوت شول. وروسته د نوموړې لوې غونډې كوربه د خوست ميديوتيك د ټولنيز مركز مشر نجيب الله الوخېل د غونډې پيلېزې خبرې وكړې او په نوموړې غونډه كې يې د ګډونوالو له حضور خوښي څرګنده كړه. نجيب الله الوخېل په خپلو خبرو كې د جګړې په ښكيلو خواو غږ وكړ، چې د افغانانو د هوساينې او برياليتوب لپاره دې د جګړو پر ځاى سولې ته مخه كړي. ورپسې د خوست سرپرست والي الحاج طاهرحان صبري د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سولې په ارزښت رڼا واچوله. ښاغلي طاهرخان صبري په سيمه كې مطرحو اړخونو ته يادونه وكړه ، چې سوله د هرې بشري ټولنې د نيكمرغيو ضمانت كوي او تامين كول يې په ټوليز ډول د هر افغان فردي او ټولنيز مسوليت بلل كيږي. ښاغلي صبري د خوست د ټولنيزې پرمختيا لپاره د سولې پر شتون ټينګار وكړ او د سولې ښې پايلې يې دژوند يومثالونو په بيانولوسره حاضرينو په ډاګه كړې. وروسته په وار سره د قومونو او قبايلو په استازيتوب الحاج غازي نواز تڼي، دعلماوو شورا ريس محمد ايوب هاشمي ، مفتي حبيب الرحمن خوستي، د شيخ زايد پوهنتون ريس ګل حسن وليزي، د حقوقو د پوهنځۍ ريس پوهنيار محمد الله مندوزي، د مجاهدينو قومې مشر حاجي مير سردار ځدراڼ، د ملي يووالي اسلامي شورا ريس قاري عبدلوالي عادل، قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ ، قومي مشرحاجې ميربازخان اسماعيل خېل، د پوهنې ريس پوهنمل سيد عزيز احمد هاشمي او دنورو ګدونوالو په وار سره د سولې د ټينګښت پر بيلابيلو لارو او همداشان د سولې په ارزښت د نظرونو څرګندونه وكړه. په غونډه كې شريف جان مينوال، كريم مظلوم، روان تڼي او جلال حقيقت ځدراڼ له خوا په زړه پورې نظمونه وړاندې شول، چې د حاضرينو له تاوده او پرله پسې هركلي سره مخامخ شول. د غونډې په مينځ برخه كې د محمد صديق روهي عالي ليسې او د نور اقرا خصوصي ليسې د ترانې ټيمونو له خوا په زړه پورې مقالې او ترانې وړاندې شوې، چې د حاضرينو په پرله پسې چكچكو بدرګه كيدې. د غونډې په جريان كې د حيدرخيلو تكواندو ورزشي كلب استاد ظفرخان او د هغه مربوط ورزشكارانو له خوا په زړه پورې ورزشي نمايشات وړاندې شول. د غونډې په ورستۍ برخه كې د ولايت مقام او خوست ميديوتيك ټولنيز مركز ګډ ستاينليكونه په يو شمېر مخكښو او هڅاندو شخصيتونو ، د مدني ټولنو په استازو وويشل شول. همداشان د غونډې ګډونوالو ټولو خويندو ته هم برابرې شوي سوغاتونه ډالۍ شول. د يادونې وړ ده ، چې د سپتمبر ۲۱ مه د سولې نړيوالې ورځې په نوم هركال د نړۍ پر بيلابيلو هېوادونو كې لمانځل كيږي، دا چې سږ كال د سپتمبر يوويشتمه د كوچني اخترله ورځې سره برابره وه نو په اسلامي هيوادونو كې په مختلفو ورځو كې ولمانځل شوه. |
