پکتيا: ديوه قومندان په ګډون درې پوليس ووژل شول
نوشته شده توسط محمدياسين - خوست   
شنبه / 22 حوت / 1388
 
دسړک دغاړې دماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې دقطعه منتظره قوماندان جکتورن دوست محمداو يوبل سترمن جان اغا وژل شوي اويوبل سرتيری ټپي شوی.
 
پيښه دجمعې په شپه شاوخوا لس بجې دپکتيا ولايت مرکز اړوند دابراهيم خيلوپه سيمه کې رامېنځ ته شوې.

دپکتيا دامنيه قوماندان عزيزاحمدوردګ وايي،چې لومړی وسلوالوکسانودابراهيم خيلوپه سيمه کې په يوه پوسته باندې وسلوال بريدکړی، چې په ترڅ کې يې دملي پوليسويوسرتيری وژل شوی اويوبل ټپي شوی.

ښاغلی وردګ زياتوي کله چې ددوی دقطعه منتظره سرتيرو غوښتل، چې ديادبريددځپلولپاره دابراهيم خيلوسيمې ته لاړشي، په لاره کې ددوی دګزمې پرموټر دسړک دغاړې دماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې دقطعه منتظره قوماندان جکتورن دوست محمداو يوبل سترمن جان اغا وژل شوي اويوبل سرتيری ټپي شوی.

وسلوالوطالبانو دپيښې پړه پرغاړه اخيستې اوپه دواړه پيښوکې يې دقوماندان دوست محمدپه ګډون داتو سرتيرو دوژل کيدوخبره کړې.

Date: 13-03-2010


 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است