پکتيا :سل ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه
نوشته شده توسط ساحل منګل - پکتيا   
 20- 12- 88

همدارنګه په سهيل ختيځ زون کې د ډاياګ دپروسې مشر جنرال حميدالله روهي ددې وسلو په سپارلو سره خوښي څرګنده کړه اوزياته ېې کړه چې ددې وسلو سپارل به په امنيت کې مرسته وکړي.

په پکتيا کې د  203نمبر تندر قول اردو مسولين وايي ،چې نن (پنجشنبه 20- 12- 88)ېې سل ميله وسله د ډاياګ پرګرام ته وسپارله .
ددوه سوه دريم نمبر تندرقول اردو مرستيال جنرال يارمحمد سعدي  په يوه خبري  ناسته کې وويل(( داهغه وسله ده چې په دې ورستيوکې دکمان په نامه  په چاڼيزو عملياتوپه لړ کې امنيتي کسانوته لاس ته ورغلې ده .))
نوموړي زياته کړه ،چې دغه وسله يوازې په پکتيا کې دعملياتو پرمهال لاس ته راغلې اويوه اندازه وسله په خوست اوپکتيکا هم نيول شوې ده.
همدارنګه په سهيل ختيځ زون کې د ډاياګ دپروسې مشر جنرال حميدالله روهي ددې وسلو په سپارلو سره خوښي څرګنده کړه اوزياته ېې کړه چې ددې وسلو سپارل به په امنيت کې مرسته وکړي .
دپام وړده چې ده څه مودې راهيسې په سهيل ختيځو ولايتونوکې دکمان په نامه چاڼيز عمليات روان دي .

Date: 11-03-2010

خويندو په ستونزو، اړتياوو اوننګونوخبرې وکړې
 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است