يوشميرفعالوښځوته ستاينليکونه ورکړل شول
نوشته شده توسط محمد ياسين خوست   
 چهار شنبه / 20 حوت / 1388
 
ويناوالودافغاني خويندو په ستونزو، اړتياوو اوننګونوخبرې وکړې

هغه غونډه ،چې په همدې موخه په ليکلن ښوونيزمرکز کې جوړه شوې وه ، دښځوچاروريسې اغلې روګل ځدراڼ،دعلماووشورا ريس مولوي محمدايوب هاشمي،دخوست ټولنيرمرکز مشرنجيب الله الوخېل اويوشمېردښځودټولنواستازيواوفعالينوګډون کړی وو.

غونډه دمولوي محمدايوب هاشمي لخوا دقران مجيددڅومبارکو اياتونوپه تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې دخوست دښځوچاروريسې اغلې روګل ځدراڼ پرانيستونکې وينا وکړه اوپه ټول افغانستان په ځانګړې ډول په خوست کې يې دښځوپه ستونزو اوننګونوخبرې وکړې.

وروسته په وار سره مولوي محمدايوب هاشمي،نجيب الله الوخېل ،دخوست تلويزيون تکړه وياندې منيتا مومند ،دځوانانوديووالي کميسيون په استازيتوب ډاکټرجبارجبارخيل ويناوې واورولې ، ويناوالودافغاني خويندو په ستونزو، اړتياوو اوننګونوخبرې وکړې ،دوي زياتوله ،چې دافغاني ښځوپه خاصه توګه دخوستيوخويندو ژوند ترکور پورې محدود دی اوهغه خويندې چې وړتيا لري بايدډګرته راووځي اودخپلې ټولنې لپاره دخدمت مصدروګرځي.

وروسته  دخوست ولايت په کچه په فعالو ميرمنوستاينليکونه اونورتحايف وويشل شول .

داپه داسې حال کې ده ،چې تيره ورځ  دهېواد دنووربرخو په څېر په خوست کې هم دښځونړيواله ورځ ولمانځل شوه ،چې په سلګونوښځوپکې برخه اخيستې وه .
ديادولوده ،چې په خوست کې دګوتوپه شمېر ښځې دي ،چې په مختلفوپوستونوکې پر دندو بوختې دي.

Date: 11-03-2010

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است