خبريالان بايد دقومي منازعاتو په حل کې برخه واخلي
نوشته شده توسط ننگرهار رسنيو کور   
 چهار شنبه / 20 حوت / 1388

يوشمېر خبريالانو چې دقومي منازعاتو دمخنيوي لپاره راټول شوي و تاکيد يې داو چې ټولې رسنۍ بايد دغه مهمې موضوع ته پام واړوي.

دميديوتيک په نامه درسنيو کور  له خوا سيمه ايز خبريالان د قومي کړکېچونو او  منازعاتو  حل ته وهڅول شول.  رسنيوکور دپنجشنبې په ورځ(20-12-88 ) په دې اړه دخبريالانو يوه رابللي کنفرانس ته دقومي او قبيلوي جوړښتونو له امله دراپېښېدونکو ستونزو په مخينوي کې دخبريالانو ګډون، سولې او پخلاينې ته دخلکو تشويق مهم وباله.

دننګرهار درسنيو کور دخبري چارو مسوول محب الله الله يار وويل:  رسنۍ دسولې او پخلاينې په کار کې دديني عالمانو او مذهبي مشرانو په څېراغيزلرلى شي او دغه رسالت بايد دوى سرته ورسوي .
ده وويل: افغانستان يو قبيلوي جوړښت لري او دغه جوړښت اکثره له کړکېچونو او منازعاتو سره لاس او ګريوان وي  نو په کار ده چې دهېواد ژورنالېستان، ليکوال او شاعران په دې برخه کې پوره ونډه واخلي ترڅو ددغو ګړکېچونو مخه ونيول شي او ټولنه په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي. زما يوازې دننګرهار له ژورنالېستانو او فرهنګيانو څخه داغوښتنه نه ده پکار ده چې دټول افغانستان ژورنالېستان او ليکوال او شاعران په دغه بهير کې برخه واخلي.

يوشمېر خبريالانو چې دقومي منازعاتو دمخنيوي لپاره راټول شوي و تاکيد يې دا و چې ټولې رسنۍ بايد دغه مهمې موضوع ته پام واړوي .

ننګرهار رسنيو کور وخت ناوخت دمهو سيمه ايزو ستونزو حل اومخنيوي ته خبريالان ورغواړي او دسولې او پخلاينې په کار کې يې ګډون ته ورهڅوي . دامرکز دجرمني هېواد او دامريکا دسولې انستيتوت په ملاتړ له تېر يونيم کال راهيسې په ننګرهاراو دافغانستان په ځينو نورو سيمو کې فعاليت کوي.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است