دبهرنيوځواکونوپه ډزو کې يوکس ووژل شو
نوشته شده توسط محمد ياسين - خوست   
پنج شنبه / 20 حوت/ 1388
 
مطبوعاتي دفتر وايې، چې دڅيړنو وروسته جوته شوه چې نوموړي کس عصبي ناروغي درلوده، چې دوی يې په وژل کيدو خواشيني اودوژل شوي کس له کورنۍ څخه يې بښنه غوښتې ده.

پيښه دچهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا نهه بجې دپکتيکا ولايت په مرکز شرنه کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله ،چې بهرنيوځواکونوپريوه پياده کس ډزې وکړې.

په خوست کې دناټوځواکونومطبوعاتي دفتروايي، چې نوموړی کس پرموټرسايکل سپوراودبهرنيوځواکونودکاروان پرلور په ډيرتيزي سره ور روان وو، چې وروسته له موټرسايکل څخه ښکته اوپياده ددوی دکاروان پر لور ورروان ووچې د دريدلوورته وويل شول او ونه دريد نوبهرنيوځواکونوورباندې ډز ې وکړې ، چې په پايله کې نوموړی کس ووژل شو.

مطبوعاتي دفتر وايې، چې دڅيړنو وروسته جوته شوه چې نوموړي کس عصبي ناروغي درلوده ، چې دوی يې په وژل کيدو خواشيني اودوژل شوي کس له کورنۍ څخه يې بښنه غوښتې ده.

 Date: 10-03-2010

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است