په لاهور کې ځانمرګي ٨ تنه مړه او ګڼ نور ټپيان کړل
نوشته شده توسط د پشاور د رسنيو کور   
 دوشنبه - 17 حوت - 1388
 
يوې زورورې چاودنې چې دلاهور په ماډل ښارګوټي کې ددوشنبې په ورځ رامځته شوه ددوه ښځوپه ګدون ٨ تنه مړه او تر ٥٩ زيات يې ټپيان کړل.
 
دپاکستان ختيځ دلاهور په ښار کې يوې بمي چاودنې کم تر کمه ٨ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان کړل.
پوليسو رسنيو ته ويلي چې يوې  زورورې چاودنې چې دلاهور  په ماډل ښارګوټي کې ددوشنبې په ورځ رامځته شوه ددوه ښځوپه ګدون ٨ تنه مړه او تر ٥٩ زيات يې ټپيان کړل  ټپيان له پېښې وروسته  نژدې  امرجنسي روغتون (جناح هسپتال)ته ددرملنې لپاره وړل شوي دي. ويل کېږي چې ديو شمېر ټپيانو حالت دډاډ وړ نه دى او شايد دمړو شمېره تر دې زياته شي. ډېرى خلک وايي، چې ګومان کېږي  يوشمېر  خلک دودانۍ لاندې بند پاتي وي. يوه امنتي مامور ويلي دي چې بريد د يو موټر بم چاودنې په واسطه شوى دى.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است