تصویر روز

هفته نامه

بانر تبلیغاتی
دسترسي به متن هفته نامه، مستلزم داشتن فلش پلير در كمپيوتر است
دلوړ عمر خاوندان باسواده کېږي
نوشته شده توسط د ننگرهار د رسنیو کور   
 
کله مو چې کورته بلنليک راشي، نو زه يې لولم په ښار کې لوحې هم لوستلى شم او خوشاله يمه چې ځان راته باسواده ښکاري.
88/11/18
 
په ننګرهار کې تر ٣٠٠ بابو په زياتو کورسونو کې دلوړ عمر خاوندانو ته سواد ښودل کېږي. داپروګرام دافغانستان دحکومت او ځينو نړيوالو موسسو په کمک ترسره کېږي.
سږکال دننګرهار دسواد اموزۍ له کورسونو نه تر اووزره او نهه سوو نه زيات دلوړ عمر ښځينه او نارينه خلک فارغ شول.دننګرهار په مرکز او ٢٢ولسواليوکې دسواد اموزۍ کورسونو کې همدا اوس تر ٣ زرو زيات نور تر زده کړې لاندې دي.

دننګرهار په معارف رياست کې دسواد زده کړې مدير عالم ثمرخېلي ددغه ولايت دلوړعمر لرونکو دباسواده کولو په اړه وويل: دوى دWFP ، يونسف او ځينيو نورو نړيوالو موسسو په کومک دننګرهار په ٢٢ ولسواليو کې لس ګونه بابه کورسونه فعال کړي او څومره چې ګورو ګڼ لوړ عمره خلک باسواده شوي دي. سيمه ايز خلک هم له دغه کورسونه نه خوښ دي.

دسواد زده کړې په کورسونوکې اکثر کورنۍ ښځينه زده کړې کوي د دوى له جملې نه د کريمې په نامه  يوه وايي: اوس يې ډېر څه زده کړيدي.« کله مو چې کورته بلنليک راشي، نو زه يې لولم په ښار کې لوحې هم لوستلى شم او خوشاله يمه چې ځان راته باسواده ښکاري.»

يو بله مېرمن هم هغو ښځو ته چې تر اوسه يې سواد نه وي زده کړى ښه پيغام لري. په لوړ سن کې هم زده کړې ممکنه ده لکه ما چې کړې نو زما ټولو ښځوته پيغام دادى چې زده کړې وکړي او خوشې وخت تېرنه کړي.

دسواد زده کړې مديرعالم ثمر خيلى وايي: دښځينه وو سواد زده کړې دپراختيا لپاره يې په کلو او بانډو کې ديني عالمانو باور هم ورخپل کړى دى.
دننګرهار ولايت او سېدونکي لوړ عمره کسانوته دسواد زده کړې له پروګرام سره موافق دي خو له حکومت نه ددغه پروګرام تمويل او تطبيق ته تردې ښه امکانات غواړي.

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است